ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيشنر: سالنګ د “ټوټاپ” لپاره مناسب مسیر دی

فيشنر: سالنګ د “ټوټاپ” لپاره مناسب مسیر دی

author avatar
19 May 2016 - 15:35
فيشنر: سالنګ د “ټوټاپ” لپاره مناسب مسیر دی
author avatar
19 May 2016 - 15:35

کابل (پژواک، ٣٠ غويى ٩٥): د فيشنر الماني شرکت چې د افغانستان د برېښنا ماسټر پلان يې چمتو کړى، اسناد يې څرګندوي چې د سالنګ مسير د "ټوټاپ" برېښنا د مزي غځولو لپاره د باميانو له مسير نه ډېر مناسب دى.

ټوټاپ د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د برېښنا پروژه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان ته غځول کېږي. بغلان ولايت ته ددې پروژې لېږدل او له هغه ځايه له کابل سره نښلول هم د پروژې يوه برخه ده.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په داسې حال کې چې له بغلان ولايته د سالنګ له لارې کابل ته د دې برېښنا د لېږد طرحې پر پلې کېدو ټينګار کوي او وايي چې د سالنګ مسير د باميانو په برتله لنډ دى او جوړېدل يې کم وخت نيسي.

حکومتي چارواکي وايي ټاکل شوې چې د باميانو د برېښنايي اړتيا د پوره کولو لپاره باميانو ته د برېښنا يو ځانګړى مزى له پروان ولايت نه وغځول شي.

زرګونو معترضينو د غويي په ٢٧مه نېټه په کابل کې په پراخو لاريونونو کې ګډون وکړ او غوښتنه يې کوله چې د ټوټاپ برېښنا لين دې د سالنګ پر ځاى پر باميانو تېر شي، خو که چېرته يې غوښتنه ونه منل شي، نو خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې فيشنر الماني شرکت د خپلو وروستو مطالعاتو پر بنسټ د سالنګ مسير د دې پروژې د پلي کېدو لپاره زيات مناسبت بللى دى.

د You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.