پلخمري (پژواک، ٣١ غويى ٩٥) : چارواکي وايي چې په بغلان ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا پېښه پرون ناوخته د بغلان ولايت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د بغلان مرکزي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محب الله د غويي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، يو سراچه موټر چې د بغلان مرکزي ولسوالۍ له نوي ښار څخه د قانغراتها کلي ته روان و، په لاره کې د سړک د غاړې ماين چاودنه پرې شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ٩ تنه غړي وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
محب الله وايي چې په وژل شويو کسانو کې څلور ښځې ، درې ماشومان او دوه نارينه شامل دي.
د نوموړي په وينا چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
امنيه قوماندان وويل چې دا ماين د وسله والو طالبانو لخوا ځاى پر ځاى شوى و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن