کندوزښار(پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): ځايي چارواکي وايي چې په کندوز ولايت کې د ملي امنيت رياست يو کار کوونکى او يو قومي مخور وژل شوي دي.
د کندوز سرپرست امنيه قوماندان سمونوال معصوم هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت دغه کارکوونکى نن سهار د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.
هغه زياته کړه چې څېړنې پيل شوې، د کندوز په دروازو او ښار کې ځانګړي تدابير نيول شوي چې د نوموړي وژونکي ونيول شي.
په ورته وخت کې د کندوز د کلا زال ولسوال محبوب الله سعيدي وويل چې پرون ماښام په دې ولسوالۍ کې يو قومي مشر د وسله والو کسانو لخوا وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې نوموړى له جومات نه کور ته د تګ پر مهال وژل شوى دى.
تر اوسه د يادو دوو کسانو د وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن