ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له مرکزي زندانه نږدې ٥٠ افغان بنديان خوشې شوي

د پاکستان له مرکزي زندانه نږدې ٥٠ افغان بنديان خوشې شوي

author avatar
21 May 2016 - 16:47
د پاکستان له مرکزي زندانه نږدې ٥٠ افغان بنديان خوشې شوي
author avatar
21 May 2016 - 16:47

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د دوى په هلو ځلو کې د پاکستان له مرکزي زندانه نږدې ٥٠ افغان بنديان خوشې شوي دي.

د افغانستان د سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره اونۍ د افغانستان سفارت وکولى شول چې د پاکستان له مرکزي زندان ايډياله څخه ٢٧ تنه نور افغان بنديان خوشې کړي.

سرچينې زياته کړې چې تېره مياشت هم د افغانستان سفارت په هلو ځلو ٢٢ افغان بنديان چې پر بېلابېلو تورونو نيول شوي وو، له ياد زندان څخه خوشې شول.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، له کله راهيسې چې نوى سفير ډاکتر عمر زاخېلوال راغلى، نو د افغان بنديانو د خوشې کولو او هغوى ته د اسانتياوو برابرولو لړۍ يې پيل کړې ده.

سرچينې زياته کړې چې ډېرى افغانان د قانوني اسناد نه لرلو په تور نيول شوي او تر دريو کلونو پورې ورته د بند سزا ورکړل شوې وه.

د سفارت دغه سرچينه وايي چې ياد افغانان د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد، مري، ټېکسلا او پينډۍ ښارونو کې نيول شوي وو.

د سرچينې په وينا، د پاکستان په مرکزي زندان ايډياله چې په راولپنډۍ ښار کې دى، چا ته له بنديانو سره د ليدلو اجازه نه ورکول کېږي، خو د افغانستان سفير د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په اجازه په ياد زندان کې له افغان بنديانو سره ليدنه وکړه.

هغه زياته کړه چې سفارت افغان بنديانو لپاره کمپلې، جامې او نور توکي هم له ځان سره وړي وو او د هغوى ستونزې يې معلومې کړې.

سرچينه وايي چې دوى هلې ځلې کوي چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندي افغانان راخوشې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.