ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د شنو خونو کرنه ۵۰ سلنه ډېره شوې

فراه کې د شنو خونو کرنه ۵۰ سلنه ډېره شوې

author avatar
21 May 2016 - 16:44
فراه کې د شنو خونو کرنه ۵۰ سلنه ډېره شوې
author avatar
21 May 2016 - 16:44

فراه (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): د فراه په شنو خونو کې کرکېله د تېر کال په نسبت څه باندې پنځوس سلنه ډېره شوې ده او د دغه ولايت کروندګر به د کرنيزو محصولاتو له خرڅلاو څخه ميليونونه ډالره ګټه ترلاسه کړي.

د فراه د کرنې مشر انجنير عبدالمنان متين د دغه مطلب څرګندولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د شنو خونو کرنه په بريالۍ توګه د پراخېدو په حال کې ده.

نوموړي زياته کړه چې تېر کال په فراه کې په ټوليز ډول پر ١٦٥٠ جريبه ځمکه باندې په شنو خونو کې کرکيله شوې وه؛ خو سږ کال دا کچه٢٥٠٠ جريبو ته لوړه شوې ده.

متين يادونه وکړه چې د دې ډول کښت د حاصلاتو اندازه هم سږ کال لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې تېر کال له يو جريب شنو خونو څخه شاوخوا ٣٠ ټنه او سږ کال ٣٣ ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.

متين وړاندې وويل چې ٤٥٠٠ کسان په په مستقیم ډول په دې برخه کې په کار بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه چې په فراه کې د شنو خونو په کرکيله کې له ٢٢تر ٢٥ ميليونه ډالرو پورې د بزګرو، خصوصي سکتور او دولت له لوري پانګونه شوې ده، ډېرى پانګوال کروندګر او خصوصي سکتور جوړوي.

متين وويل، کومه محاسبه او اټکل چې ترسره شوى دى، سږ کال به د فراه کرونګر څه باندې ١٥ ميليونه ډالره د شنو خونو د حاصلاتو له پلور څخه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د فراه د کرنې رياست د کرنې ترويج مدير شاه محمد وويل چې د دغه ولايت په شنو خونو کې ٩٠سلنه بادرنګ او نږدې لس سلنه رومي بانجان کرل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې لږ شمېر بزګران مرچ او تور بانجان هم کري.

هغه وويل: "ښه حاصل او له لږ کار څخه ډېره ګټه ترلاسه کول د دې لامل شوي څو په فراه ولايت کې کرونګر تر ډېره دې ډول کښت ته مخه کړي."

نوموړي زياته کړه چې دمګړۍ په شنو خونو کې کرکېله يوازې په فراه ولايت مرکز کې دود شوې ده او د پشترود په څېر ولسواليو کې خورا لږ دود شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.