ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني قطر ته روان شو

ولسمشر غني قطر ته روان شو

author avatar
21 May 2016 - 15:06
ولسمشر غني قطر ته روان شو
author avatar
21 May 2016 - 15:06

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو.

د ارګ  له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر د قطر د امير په رسمي بلنه ترسره کېږي.

سرچينې زياته کړه چې ولسمشر به د دغه دوه ورځني سفر په ترڅ کې تر ((ثبات او سوکالي د ټولو لپاره)) تر نوم لاندې د دوحې شپاړسمه ناسته کې پر ګډون او وينا سربېره د قطر له امير شيخ تميم بن حمد ال ثاني او لومړي وزير عبدالله بن ناثر بن خليفه ال ثاني سره هم وګوري.

ولسمشرغني به د دغه سفر په څنډه کې د قطر شاهي هېواد د سوداګرو له شورا، مخورو، سوداګرو او قطر مېشتو له افغان پانګه والو سره هم وګوري.

له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر، د ښار جوړولو چارو وزير سيد سعادت منصور نادري، د کرنې وزير اسدالله ضمير، د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر همايون قيومي او د چارو ادارې عمومي مشر عبدالسلام رحيمي ملتيا کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.