ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکيلان: د ټاکنو په اړه دې د ولسمشر تفنيني فرمان ژر تر ژره تصويب شي

وکيلان: د ټاکنو په اړه دې د ولسمشر تفنيني فرمان ژر تر ژره تصويب شي

author avatar
21 May 2016 - 17:02
وکيلان: د ټاکنو په اړه دې د ولسمشر تفنيني فرمان ژر تر ژره تصويب شي
author avatar
21 May 2016 - 17:02

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې ټاکنيزو کمېسيونونو د تشکيل، دندو او واکونو د قانون په اړه د ولسمشر د تقنيني فرمان بې برخليکه پاتې کدو دوام د اندېښنې وړ دى او بايد تصويب شي.

د کابل د خلکو استازي داوود کلکاني د جرګې په عمومي غونډه کې د ولسمشر له ياد شوي تفنيني فرمان نه د ملاتړ تر څنګ وويل چې دغه قانون کولى شي چې په دواړو کمېسيونونو کې شته ننګونې او  ستونزې حل کړي.

هغه زياته کړه چې د دغه قانون تصويب د دې سبب کېږي چې د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د ټاکنيزو کمېسيونونو جنجالونه پاى ته ورسېږي.

کلکاني وويل: ((د خلکو استازي بايد ډېر ژر په دې اړه خپل نظريات او وړانديزونه وړاندې کړي او هغه دې د تصويب لپاره چمتو کړي.))

د خوست د خلکو استازي ميربت خان منګل وويل: ((د ملت له کور نه زموږ هيله دا ده چې بايد ډېر ژر دغه فرمان تصويب کړي او له بې برخليکه حالت يې وژغوري.))

خو د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست له دغه فرمانه په ملاتړ وويل، ځيني هغه کسان چې په دولت کې واک او نفوذ لري، نه غواړي چې ټاکنې ترسره شي او په همدې سبب د ياد فرمان له تصويب نه مخنيوى کوي.

د هغه په خبره، دغه کسانو د ټاکنو ترسره کول د خپل ځان په ګټه نه بولي او د ولسي جرګې پر استازو د فشار له لارې د تصويب مخنيوى کوي.

بشر دوست زياته کړه چې چېرته دغه فرمان تصويب شي، ډېره لرې ښکاري چې حکومت وکولى شي له دوو تر درېيو نورو کلونو پورې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې دغه فرمان د جرګې يوه اختصاصي کمېسيون ته استول شوى او ياد کمېسيون له مطالعې او ځينو تخصصي نظرياتو له ور زياتولو وروسته پنځلس ګونو کمېسيونونو ته استولى دى.

هغه وويل چې له دغو کمېسيونونو غواړي چې ډېر ژر هغه وڅېړي او د خپلو نظرياتو د وړاندې کولو تر څنګ هغه د جرګې عمومي غونډې ته شامل کړي او د استازو د رايې ورکړې ته يې چمتو کړي.

د اساسي قانون د ٧٩مې مادې پر بنسټ، تفنيني فرمانونه د ولسمشر له توشېح وروسته د  قانون حکم خپلوي، خو بايد د يوې مياشتې په اوږدو کې د ژمنيو او دوبنيو رخصتيو پاى ته رسېدو سره د  ملي شورا د لومړۍ ناستې له جوړېدو وروسته رايه ورکولو ته وړاندې کېږي، خو که چېرته د ملي شورا له خوا رد شي، اعتبار له لاسه ورکوي.

د ياد فرمان پر بنسټ چې د غويي په ٤مه ولسي جرګې ته وړاندې شو، د ټاکنيزو بنسټونو د غوراوي کمېټې له نوي ترکيب سره په کار پيل کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.