ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ پر ملا اخترمحمد منصور د بريد پخلى وکړ

ارګ پر ملا اخترمحمد منصور د بريد پخلى وکړ

author avatar
22 May 2016 - 14:58
ارګ پر ملا اخترمحمد منصور د بريد پخلى وکړ
author avatar
22 May 2016 - 14:58

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٥): افغان حکومت د طالبانو پر مشر ملا اخترمحمد منصور د بريد پخلى کړى او ويلي يې دي چې د نوموړي په وژل کېدو سره د طالبانو ډلو لپاره نوې موکه ده چې غواړي له جګړې لاس پر سر شي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.

د امريکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان وکړ چې د ياد هېواد ولسمشر بارک اوباما په لارښوونه، د طالبانو ډلې پخواني مشر ملا محمد عمر ځاى ناستى ملا منصور، د افغانستان او پاکستان پولې تر منځ د يو هوايي بريد هدف وګرځېد.

خو تر اوسه په دغه بريد کې د نوموړي  وژل کېدو راپور نه دى خپور شوى.

افغان حکومت هم پر ملا اخترمحمد منصور د بريد پخلى وکړ.

هغه خبرپاڼه چې د ولسمشر مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي  چې د ملا منصور په وژل کېدو سره د طالبانو ډلو ته دا نوې موکه په لاس ورځي څو له جګړو او وينې تويېدنې څخه لاس پر سر شي.

د خبرپاڼې په حواله، ملا اختر محمد منصور تل د افغان خلکو او دولت غوښتنې ته چې له جګړې او تاوترېخوالي څخه لاس پر سر کېدل و، منفي ځواب ورکړى  دى.

سرچينې ويلي دي، ملا اختر منصور د پرديو په خاوره کې په پناه اخيستلو سره، چلوټنه، د حقايقو پټول، د بې ګناه انسانانو وژل، وېره، د نشه يي توکو قاچاق او د افغانستان له پرمختګ او پراختيا څخه مخنيوى کول او د جګړې پر دوام يې له ضد نه ډکه پاليسي باندې ټينګار درلود، د هغه  اړوندو کسانو هم د افغان ولس پر وړاندې له هر راز ناروا کړنو څخه ډډه نه کوله.

جمهوري رياست زياته کړې ده چې حکومت هڅه کوي څو د ملا اختر محمد منصور د برخليک په اړه د ترسره شووعملياتو په اړه جزئيات و ارزوي او پايلې به يې ډېر ژر له هېوادوالو سره شريکې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دې عملياتو يو ځل بيا وښوده چې تروريستان او هغه کسان چې جګړه او تاوتريخوالى يې خپل مسلک ګرځولى، په هېڅ ځاى کې به خوندې نه وي.

حکومت يو ځل بيا د طالبانو له ټولو ډلو غواړي څو د سولې ټينګښت په اړه د افغان ولس او حکومت غوښتنې ته هرکلى ووايي او له سوله ييز ژوند سره يو ځاى شي.

همداراز په خبرپاڼه کې يادونه شوې چې امنيتي ځواکونه هوډ لري څو د هغو ډلو پر وړاندې چې د پرديو هدفونو ته د خدمت لپاره پر افغان ولس جکړه او ظلم روا بولي، مقاومت وکړي.

په ورته وخت کې د حکومت اجرايي مشر داکتر عبدالله عبدالله چې نن يې د وزيرانو شورا غونډه کې خبرې کولي، وويل چې افغان حکومت د ملا اخترمحمد منصور د وژنې په اړه څېړنې پيل کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.