کندوزښار (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې په کندوز ښار کې د ناټو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې نږدې ١٣ طالبان وژل شوي دي.
د هېواد په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شيرعزيز کامه وال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د کندوز ښار په اسقلان سيمه کې شوى دى.
د نوموړي په خبره، د ناټو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په دې بريد کې د هغوى د دوو مشرانو په ګډون ١٣ طالبان وژل شوي چې ټول په يوه پيکپ موټر کې سپاره وو.
نوموړي زياته کړه چې دغه طالبان هغه مهال په بريد کې په نښه شول چې د کندوز ښار له اسقلان سيمې نه د امام صاحب ولسوالۍ خواته روان وو.
د ويلو ده چې تېره اوونۍ هم په دشت ارچي ولسوالۍ کې ٢٠ طالبان د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن