ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: ملا منصور په بلوچستان کې وژل شوى

ملي امنيت: ملا منصور په بلوچستان کې وژل شوى

author avatar
22 May 2016 - 14:16
ملي امنيت: ملا منصور په بلوچستان کې وژل شوى
author avatar
22 May 2016 - 14:16

کابل (پژواک ٢ غبرګولى ٩٥): د ملي امنيت رياست وايي چې د وسله والو طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور تېره ورځ په بلوچستان کې په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

له دې رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه پرون مازيګر په ٣:٤٥ بجو د پاکستان د بلوچستان ايالت په دالبندين سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، نوموړى چې له ډېر وخت راهيسې تر څارنې لاندې و، تېره ورځ په ياده شوې سيمه کې چې په يوه موټر کې سپور و، له ورسره ملګرو سره يو ځای په نښه او له منځه وړل شوی دی.

ملي امنيت وايي: "مخالفين بايد پوه شي چې د ترهګريزو بريدونو د دوام په لړ کې به دوی له منځه يوړل شي او که غواړي له مرګ څخه خلاص شي، نو د خلاصون يواځينۍ لار يې دا ده چې دوی بايد خپله وسله پر ځمکه کېږدي."

تر دې وړاندې د امريکا د دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې دوى په هوايي بريد کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ځايناستى ملا منصور په نښه کړى او زيات احتمال شته چې وژل شوى به وي.

د امريکا ددفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپله د دغه هوايي بريد امر ورکړى دى.

د امريکا دفاع وزارت همدارنګه ويلي چې دغه بريد د شنبې سهار شاوخوا شپږ بجې د افغانستان د زابل ولايت په سرحدي سيمو کې شوى دى.

ملا منصور تېر کال د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر تر خپرېدو وروسته د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بايد وويل شي، چې څو مياشتې مخکې هم په خپلمنځۍ جګړه کې د ملا اخترمحمد منصور د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.