ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله: له حزب اسلامي سره سولې ته نږدې شوي يو

ډاکټر عبدالله: له حزب اسلامي سره سولې ته نږدې شوي يو

author avatar
22 May 2016 - 16:05
ډاکټر عبدالله: له حزب اسلامي سره سولې ته نږدې شوي يو
author avatar
22 May 2016 - 16:05

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٥): د حکومت اجرايي مشر وايي چې حکومت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سولې کولو ته نږدې شوى او ياد ګوند ته کوم داسې امتياز چې هغه د اساسي قانون او ملي ګټو خلاف وي؛ نه دى ورکړل شوى.

د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله نن د وزيرانو په شورا کې د خبرو پر مهال وويل چې له څه مودې راهيسې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې عالي شورا له لوري د سولې خبرې اترې پيل شوې، چې يوې پايلې ته سره نږدې شوي او خلک بايد پر دې باور وي چې حکومت د سولې لپاره ژمن دى.

نوموړي له ګلبدين حکمتيار سره د سولې له خبرو د هرکلي تر څنګ زياته کړه: "دغې ډلې په خپله په خپل نوښت سره د افغان حکومت بلنې ته لبيک ويلى او د سولې له عالي شورا سره يې خبرې پيل کړې دي."

ډاکټر عبدالله په دغو خبرو کې اسلامي حزب ته د کوم امتياز ورکولو په اړه وويل چې افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره ياد ګوند ته کوم داسې امتياز چې د ملي ګټو او اساسي قانون خلاف وي، نه دى ورکړى.

د حکومت اجرايي مشر، د پوځي فعاليتونو درول، پر ځمکه د وسلې اېښودل او د اساسي قانون منل؛ د سولې خبرو اترو اساسي ټکي وبلل او ويې ويل چې افغان حکومت همېشه له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو اترو په لړۍ کې دغه اصول مراعات کړي دي.

هغه زياته کړه: "له يوه ټولي سره خبرې هېڅکله هم د نورو خلکو د حقونو تر پښو کولو په معنا نه دي او په هره موضوع کې د خلکو او هېواد ګټې د حکومت په لومړيتوب کې ځاى لري او په دغه برخه کې د هيچا حقونه هم تر پښو لاندې نه شي."

د ويلو ده چې حزب اسلامي او د سولې عالي شورا له دوه مياشتو خبرو اترو وروسته د سولې يو ٢٦ ماده يي هوکړه ليک نهايي کړى، چې دغه مسوده به د ولسمشر محمد اشرف غني او ګلبدين حکمتيار له لوريو له لاسليک وروسته اجرايي بڼه واخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.