ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور اووه پخواني چارواکي پر بند محکوم شول

د غور اووه پخواني چارواکي پر بند محکوم شول

author avatar
23 May 2016 - 00:00
د غور اووه پخواني چارواکي پر بند محکوم شول
author avatar
23 May 2016 - 00:00

فيروزکوه (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٥): د غور ولايت ښاري محکمې، د مرستيال والي په ګډون د دغه ولايت اووه پخواني چارواکي پر درې مياشتې حبس محکوم کړي دي.

د دغه ولايت مرستيال والي محمد امين توخي، محمد يوسف دانيار مستوفي، د ولايت مقام اداري مشر غلام محمد پيمان، د ښار جوړونې امر خيرمحمد، د مستوفيت اداري مدير نورالدين، د  تدارکاتو مدير عبدالصمد او د مستوفيت د عوايدو مدير عبدالحق رسولي هغه کسان دي چې شا وخوا اووه مياشتې وړاندې د غلا او له دندې څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د يادو کسانو محکمه نن په ډاګيزه توګه په غور ولايت کې ترسره شوه چې د غور ښاري محکمې قضايي پلاوي دغه اوه کسان د غور امنيې قوماندانۍ اړوند ودانيزو پروژو او له دندو څخه په ناوړه ګټې اخيستو پر درې مياشتو حبس محکوم کړي دي.

دغه راز يادې محکمې د محي الدين په نوم يو بل تن چې د ولايت مقام کارکوونکى و، ١٢ زره افغانۍ نغدي جريمه کړ.

د يادو تورنو کسانو مدافع وکيل محمد شعيب وويل چې د ښاري محکمې حکم غير عادلانه دى او له دې امله دوى د استيناف غوښتنه کړې ده.

د غور د استيناف څارنوالۍ مشر ګل احمد حيدري وويل چې د ښاري محکمې حکم د موجوده اسنادو او شواهدو پر بنسټ صادر شوى او د دغو کسانو پر وړاندې به په استيناف محکمې کې هم اقامه دعوا وشي، څو د استيناف محکمې له لوري هم د ښاري محکمې حکم ومنل شي.

هغه زياته کړه چې د دغه ولايت د امنيه قوماندان، د قوماندانۍ جنايي مدير او د تدارکاتو مدير په ګډون د امنيه قوماندانۍ درې پخوانيو چارواکو قضيې، چې په دغه قضيه کې ښکېل دي؛ نظامي محکمې ته لېږلې، څو په دې اړه حکم صادر کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.