ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمرخېل: وسله وال پر کندوز ښار د بريد پلان لري

عمرخېل: وسله وال پر کندوز ښار د بريد پلان لري

author avatar
23 May 2016 - 13:53
عمرخېل: وسله وال پر کندوز ښار د بريد پلان لري
author avatar
23 May 2016 - 13:53

کابل (پژواک، ٣ غويى ٩٥): د کندوز والي اسدالله عمرخيل وايي چې وسله وال مخالفين چمتووالى نيسي، څو يو ځل بيا پر کندوز بريد وکړي، خو امنيتي ځواکونه له پخوا ډېر پياوړي شوي او دا ځل به هم د هغوى بريد ته جدي او ماتوونکى ځواب ورکړي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې وسله  والو مخالفينو د ((عمري)) عملياتو په اعلانولو سره له څو خاوو پر کندوز ولايت عمليات پلان کړي وو، خو د امنيتي ځواکونو له سخت ځواب او مقاومت سره مخ شول او درنه مرګ ژوبله ور واوښته.

د کندوز والي زياته کړه چې اوسمهال وسله وال مخالفين چمتو والى نيسي چې پر ښار يو ځل بيا بريد وکړي، خو امنيتي ځواکونه له پخوا پياوړي شوي او ځانګړي تدابير يې نيولي دي، دا ځل به هم د وسله والو مخالفينو ټول پلانونه له ماتې او ناکامۍ سره مخ شي.

عمرخېل وسله والو مخالفين د پرديو موخو لوبغاړي ووبلل او زياته يې کړه: ((موږ څو ځله وسله والو مخالفينو ته د سولې وړانديز کړى او ورته ويلي مو دي چې اوسنۍ جګړه نه ستاسې او نه هم د خلکو په ګټه ده. راشئ د سولې له پروسې سره يو ځاى شى، خو د هغوى واک له پرديو سره و، دې غوښتنه ته يې لبيک ونه ويل، بلکې خپلې جګړې او ويجاړيزو فعاليتونو ته يې دوام ورکړ.))

هغه په دې اړه چې پر کندوز ښار د طالبانو د تازه بريد که ځايي اداره خبره وي، نو ولې اقدام نه کوي؟ وويل چې همدا اوس د کندوز په بېلابېلو برخو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره چاڼيز او شپني عمليات روان دي.

 خو نوموړي زياته کړه: ((د کندوز خلک په کرنه بوخت دي، اوس د غنمو د رسېدو وخت دى، خلک په لو بوخت دي، د خلکو غوښتنه دا وه چې د غنمو د حاصلاتو لپاره بايد عمليات په ډېر دقت سره مخ ته لاړ شي، څو د ملکي وګړو د غنمو حاصلات زيانمن نه شي، له همدې امله عمليات په دقيق او پڅ ډول مخته ځي.))

د کندوز دغه ځايي چارواکي د ياد ولايت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د امنيت لپاره يې ځانګړي تدابير نيولي او کندوز به يو ځل بيا له سقوط سره مخ نه شي، وسله وال مخالفين هم د کندوز د نيولو توان نه لري.

د هېواد په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شيرعزيز کامه وال هم وايي، معلومات څرګندوي چې وسله وال مخالفين پر کندوز ښار د بريد تياري نيسي، خو امنيتي ځواکونه له پخوا پياوړي شوي او د وسله والو مخالفينو ټولو بريدونو ته به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى.

نوموړي وويل: ((د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوم، څنګه چې د ښمن پخوا له ماتې سره مخ شو، دا ځل هم که بريد وکړي، له ماتې سره به مخ شي.))

د ويلو ده چې د کندوز ښار د ١٣٩٤ کال د تلې په شپږمه نېټه د وسله طالبانو لاس ته ورغى او د ١٤ ورځو لپاره په کې جګړه روانه وه چې  په پايله کې بېرته د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو.

ددغه نښتو په ترڅ کې د کندوز ښار څه باندې ٣٠٠ ملکي وګړي ووژل شول او ګڼ شمېر نور ژوبل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.