ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ۲۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت کانالونه جوړېږي

لوګر کې د ۲۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت کانالونه جوړېږي

author avatar
24 May 2016 - 22:02
لوګر کې د ۲۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت کانالونه جوړېږي
author avatar
24 May 2016 - 22:02

پل علم (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): د لوګر په مرکز او محمد اغې ولسوالۍ کې د ٢٨٦ ميليونه افغانيو په لګښت د ١٦ کانالونو د جوړونې چارې پيل شوې.

دغه پروژې د کليو او پراختيا وزير نصيراحمد دراني نن لوګر ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې پرانيستې.

دراني وويل چې دغه ١٦ پروژې په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ کې د يو کال په موده کې پلې کېږي.

ده وويل: ((دغه کانالونه موږ په اساسي ډول جوړو، ټولې پيسې يې ٢٨٦ ميليونه افغانۍ کېږي چې د نړيوالې ټولنې له پراختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.))

د دراني په وينا، دغه پروژې به زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړي او په پلې کېدو سره به يې زرګونه جريبه ځمکه خړوبه شي.

هغه د ولايتي شورا له غړو او خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د دې پروژې د جوړېدو له چارو څخه جدي څارنه وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې دغه ١٦ کانالونه درې سوه کيلومتره اوږدوالى لري.

فدايي وايي چې دغه پروژې ١٥زره مسلکي او ٥٥ زره غير مسلکي کسانو ته د کار زمينه برابروي.

هغه وويل: ((د دغه ډول پروژو پلي کېدل ډېر ښه دي؛ ځکه ډېرو کسانو ته په کار زمينه برابرېږي او خلک له ډېرو ستونزو خلاصوي.))

د هغه په وينا، دغه پروژې د سيمه ييزو شوراګانو په مشورې جوړېږي چې په پلې کېدو سره به يې ١٣زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د فدايي د معلوماتو له مخې، دغه ١٦ کانالونه په ٣٣٢ کليو کې د ځمکو لپاره پرته له ضايعاتو اوبه ورسوي.

په دې غونډه کې د لوګر د ولايتي شورا مشر سيدقريب الله سادات وويل: ((موږ ډېر خوشحاله يو چې دلته دغه شان پروژې پلې کېږي، په تېرو ١٤ کلونو کې په لوګر کې داسې پروژې نه دي پلې شوې له لوګر سره سليقوي چلند شوى دى.))

هغه وايي چې د دغه شان پروژو پلې کول د امنيت له ټينګښت او د ملت او دولت تر منځ د واټن په له منځه وړو کې ډېره مرسته کوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.