ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د ۱۱ ولسوالیو ولسوالان خپلې چارې په غزني ښار کې ترسره کوي

د غزني د ۱۱ ولسوالیو ولسوالان خپلې چارې په غزني ښار کې ترسره کوي

author avatar
25 May 2016 - 15:08
د غزني د ۱۱ ولسوالیو ولسوالان خپلې چارې په غزني ښار کې ترسره کوي
author avatar
25 May 2016 - 15:08

غزني (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): د امنيتي ستونزو له امله د غزني د ١١ ولسواليو ولسولان د ولسواليو اداري چارې د غزني په ښار کې ترسره کوي.

غزني د افغانستان د مرکزي ولايتونو له ډلې دى چې ١٩ ولسوالۍ لري او د کابل سوېل لور ته پروت دى.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عصمت الله جامرادوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني د ١١ ولسواليو ولسوالانو په غزني ښار کې دفترونه جوړ کړي دي.

هغه زياته کړه: ((دې ولسوالانو په ښار کې کورونه په کرايه نيولي دي، په مياشتو مياشتو هم ولسوالۍ ته نه ورځي چې دغه کار خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا کړې دي.))

د هغه په وينا، يادو ولسوالانو د ولسوالۍ ټاپې په خپلو جېبونو کې ساتلې دي او خلک ورپسې سرګردانه ګرځي.

دغه راز په غزني کې د مدني ټولنې غړي جميل وقار پژواک ته وويل چې د غزني ډېری ولسوالۍ نا امنه دي نو ځکه ولسوالان ولسواليو ته نه شي ورتللى.

هغه وايي: ((ولسوالان د دې لپاره ټاکل شوي چې د خلکو ستونزې هوارې کړي خو دوى نور هم خلکو ته ستونزې ډېرې کړې دي، خلک يې بېخي سرګردانه کړي دي.))

ده له سيمه ييزو چارواکو غوښتنه وکړه چې په غزني ښار کې ولسوالانو ته د دفترونو جوړولو اجازه ورنه کړي.

د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل: ((زه ولايتي شورا ته راغلى يم چې ولسوال پيدا کړم، ځان ته تذکره اخلم دا څو ورځې کېږي چې ګرځم او ولسوال نه شم پيدا کولاى.))

دغه راز د غزني د رشيدانو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد انور هم پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې ولسوال په ولسوالۍ کې نشته.

ده وويل: ((که حکومت هر څه ژر دغه ستونزه هواره نه کړي خلک مجبور دي چې خپل ټول کارونه پر وسله والو طالبانو خلاص کړي.))

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د اب بند ولسوال جمعه خان تره کي پژواک ته وويل چې د لارو د امنيتي ستونزو له امله ډېرو ولسوالانو په غزني ښار کې دفترونه جوړ کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.