د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ميدان وردګو د استيناف محکمې پر کارکوونکو ځانمرګي بريد کې ١١ کسان وژل شوي

د ميدان وردګو د استيناف محکمې پر کارکوونکو ځانمرګي بريد کې ١١ کسان وژل شوي

May 25, 2016 - 10:05

دويم تعقيب- کابل ښار (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): د کابل پوليس وايي چې د ميدان وردګو لايت د استيناف محکمې پر کارکوونکو د ځانمرګي بريد په پايله کې ١١ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د اسمايي ١٠١ زون د جنايي څېړنو مشر سمونوال فريدون عبيدي چې د پېښې په ځاى کې يې خبرې کولې، وويل چې دغه بريد نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د پوليسو پنځمې حوزې د اړوند ساحې باغ داوود ته څېرمه شوى دى.

هغه زياته کړه چې د دې پېښې ټول قربانيان د ميدان وردګو ولايت د استيناف محکمې کارکوونکي وو او بل چا ته زيان نه دى رسېدلى.

د کابل پوليسو د دغه لوړپوړي چارواکي په وينا، د بريد کوونکي موخه د وېرې او وحشت رامنځته کول او د بې ګناه خلکو وژل وو چې پخوا يې هم دا ډول کارونه کړي دي.

خو د توريالي په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد کې د استيناف محکمې پر کار کوونکو سربېره يو ځوان چې د کمپنۍ په ساحه کې يې د کراچۍ په وسيله توکي پلورل، وژل شوى او يو بل هټۍ وال ژوبل شوى دى.

هغه وويل: ((د پېښې ځاى ته نږدې ولاړ وم چې د يوې زورورې چاودنې غږ مې واورېد، له ساحې دود او خاورې اوچتې شوې، زر مې حوزې ته ټيلېفون وکړ، پوليس راغلل او خپل کار يې پيل کړ.))

د ميدان وردګو ولايت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کابل کې د نن سهار ځانمرګي بريد کې د دغه ولايت د محکمې يو شمېر قاضيان، مامورين او اجريان وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې په وژل شوو کې حاجي عبدالفتاح قاضي زاده ستانکزى (د تحريراتو امر)، حکمت الله سليمانخېل (د محکمې د تحريراتو غړى)، قاضي سليم (د چک ولسوالۍ د محکمې قاضي)، نصير(د ميدان ښار د ښاري محکمې قاضي) او نصيراحمد (د دغه ولايت د محکمې مالي امر) شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې يادو کسانو د کابل په بېلابېلو برخو کې ژوند کاوو او هر سهار به د دندې ترسره کولو لپاره ميدان ښار ته تلل.

د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د دې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوي برېښناليک ويلي چې د دوى کسانو د ميدان وردګو ولايت د قاضيانو او څارنوالانو پر لېږدوونکي موټر ځانمرګى بريد کړى دى.

مجاهد ادعا وکړه چې په دغه بريد کې ٢٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند همدارنګه ويلي چې نننى بريد يې د شپږو طالب بنديانو د اعدام په غبرګون کې چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې اعدام شول، ترسره کړى دى.

افغان حکومت د روان کال د غويي په ١٩مه د طالبانو، القاعدې او حقاني ډلې شپږ غړي چې په ترهګريزو فعاليتونو کې يې رول درلود، په دار کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement