ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د ملا منصور وژنه تاييد کړه او ملا هبت الله يې خپل نوی مشر وټاکه

طالبانو د ملا منصور وژنه تاييد کړه او ملا هبت الله يې خپل نوی مشر وټاکه

author avatar
25 May 2016 - 09:00
طالبانو د ملا منصور وژنه تاييد کړه او ملا هبت الله يې خپل نوی مشر وټاکه
author avatar
25 May 2016 - 09:00

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپل مشر ملا اختر منصور وژنه تاييد کړه او ملا هبت الله اخندزاده يې د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړى دى.

درې ورځې مخکې امريکا اعلان وکړ چې د پاکستان د دالبندين سيمې په نوشکي سيمه کې يې پر يوه کرولا موټر له بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کړى چې په پايله کې يې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوى دى.

خو طالبانو په رسمي توګه د خپل مشر مړينه نه وه تاييد کړې.

د طالبانو د دواړو وياندويانو قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد له خوا د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې منل شوي چې ملا اختر محمد منصور د امريکايي ځواکونو په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې وژل شوی دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، ملا اختر محمد منصور د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم مياشتې په ۱۴مه نېټه د شنبې په ورځ چې د ۱۳۹۵ لمريز کال د جوزا له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، د کندهار د ريګستان او د بلوچستان نوشکي ته څېرمه په يوه سرحدي سيمه کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

طالبانو ويلي چې د دوى د مشرتابه شورا تر مشورو وروسته مولوي هبت الله اخندزاده د نوي زعيم په توګه وټاکه او ټولو ورسره بيعت وکړ.

دغه راز ملا سراج الدين حقاني او د ملا محمدعمر زوی مولوي محمد يعقوب يې د مرستيالانو په توګه ټاکل شوي دي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.