ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو قره باغ کې د کابل- پروان لاره وتړله

لاريون کوونکو قره باغ کې د کابل- پروان لاره وتړله

author avatar
25 May 2016 - 10:39
لاريون کوونکو قره باغ کې د کابل- پروان لاره وتړله
author avatar
25 May 2016 - 10:39

کابل(پژواک، ٥ غبرګولى ٩٥): د کابل د قره باغ ولسوالۍ يو شمېر خلکو د ملي امنيت له خوا د څلورو کسانو د نيولو په غبرګون کې لاريون پيل کړى او د کابل – پروان  لاره يې تړلې ده.

دغه لاريون نن سهار شاوخوا نهه بجې د قره باغ په اکاخېلو سيمه کې پيل شوى او تر اوسه ( له غرمې مخکې لس بجې ) دوام لري.

له لاريون کوونکو څخه د احسان الله په نوم يو تن د ټېليفون له لارې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو تېره شپه د دې سيمې اوسېدونکي څلور تنه ديني عالمان په خپلو کورونو کې نيولي دي.

هغه وايي د سيمې خلکو چې شمېر يې سلګونو تنو ته رسيږي، ځکه لاريون کړى چې  نيول شوي کسان بې ګناه دي.

ده وويل چې دوى  د کابل – پروان لويه لار هم له همدې امله د اعتراض په توګه د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د قره باغ ولسوال سميع الله شريفي، هم تاييد کړه چې د ملي امنيت موظفينو په اکاخېلو کې څلور تنه چې دى يې نه پېژني، نيولي  دي.

ولسوال هم وايي چې له درېيو تر څلورو سوو کسانو په ياده سيمه کې لاريون کړى او لاره يې تړلې ده.

خو هغه وويل چې دغه لاريون ناقانونه دى؛ ځکه چې دولت حق لري مظنون کسان ونيسي او پلټنې ترې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.