د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امريکا دوه نورې وسله والې ډلې ترهګرې اعلان کړې

امريکا دوه نورې وسله والې ډلې ترهګرې اعلان کړې

May 26, 2016 - 11:26

واشنګټن (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٥): امريکا د پاکستان دوه نورې وسله والې ډلې له طالبانو سره د ملګرتيا له امله په نړيوالو ترهګرو ډلو کې د شاملولو اعلان کړى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې يادې ډلې د جماعت الدعوه القران او د طارق ګيدار په  نومونو يادې شوې دي.

د امريکا حکومت اړوندو ادارو او مسوولينو ته سپارښتنه کړې چې د يادو ډلو پر ټولو فعاليتونو ژور نظر وساتي او څارنه يې وکړي.

سرچينې ويلي چې طارق ګيدار ګروپ د تحريک طالبان پاکستان برخه ده او د خيبر پښتونخوا ايالت په نيمه قبايلي سيمه دره ادم خېلو کې فعاليت کوي.

امريکايي چارواکو ويلي چې دغې ډلې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د پېښور پر هغه ښوونځي بريد کې لاس درلود، چې په ترڅ کې يې د ١٣٠ زده کوونکو په ګډون ١٥٠ کسان ووژل شول.

د يادونې ده چې ددې ډلې مشري عمر منصور کوي، چاچې د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په مياشت کې د چارسدې پوهنتون په بريد کې يې هم لاس درلود.

دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې طارق ګيدار ډله په ٢٠٠٨ کال کې د پاکستان له اټک څخه ديوه پولنډي وګړي په تښتولو او وژلو کې هم تورنه ده.

سرچينې ويلي چې د جماعت الدعوة القران ډله د پاکستان په پېښور ښار کې فعاليت کوي او د طالبانو له پخواني مشر ملا عمر سره يې بيعت کړى و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغې ډلې له افغان طالبانو او د پاکستان لشکر طيبه وسله والو  سره اتحاد کړى دى.

سرچينې ويلي، چې يادې ډلې په ٢٠١٠ کال کې د افغانستان له کونړ ولايت څخه يوه بريتانوۍ کارکوونکې لنډا نورګرو په تښتولو کې لاس درلود.

د يادونې  ده چې ديادې بريتانوۍ وګړې د خوشې کولو په عملياتو کې يو تن امريکايي سرتېرى وژل شوى و. 

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement