ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزى: طالبان دې د سولې له پروسې سره يوځای شي

حامدکرزى: طالبان دې د سولې له پروسې سره يوځای شي

author avatar
26 May 2016 - 16:04
حامدکرزى: طالبان دې د سولې له پروسې سره يوځای شي
author avatar
26 May 2016 - 16:04

کابل (پژواک، ٦غبرګولى ٩٥) : پخواني ولسمشر حامدکرزي يوځل بيا په افغانستان کې روانه جګړه  تپل شوې او پردۍ وبلله .

په هغه خبرپاڼه کې چې د غبرګولي په ٦مه، د حامدکرزي له مطبوعاتي دفتر څخه  پژواک اژانس ته رالېږل شوې، راغلي په وار وار ثابتېږي چې د هېواد درد او رنځ له بهر څخه پر افغانانو تحميل شوی او افغانان په کې د پردو د ګټو قرباني دي.

کرزي زياته کړې، څنګه چې د ډيورنډ کرښې هغه غاړه د پاکستان تر ولکې لاندې سيمه کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژنې يو وار بيا وښودله چې روانه جګړه پردۍ ده .

پخواني ولسمشر دغه ر از ويلي، هېڅ انسان بايد د بل انسان په وژنه او په خاصه توګه افغانان د يو بل په وژنه خوشحاله نه شي، نو ځکه د طالبانو پر نوي مشرتابه او ټولو غړو غږ کوي، چې د سرلوړي او با عزته ژوند لپاره د سولې له پروسې سره يو ځای او خپل وطن ته راستانه شي.

کرزي همداراز د افغانستان له حکومت څخه هم غوښتنه کړې چې د بنديانو له اعدامولو لاس واخلي، ځکه دايمي سولې او ثبات ته د رسېدلو يواځينۍ لاره د ورورولۍ او يووالي لاره ده .

هغه يو ځل بيا ټينګار کړى، چې پردی کټ هر ځای چې وي تر نيمو شپو وي او له ټولو هېوادوالو يې غوښتي، چې يو بل ته لاس سره ورکړي تر څو خپل وطن ته سوله، ازادي او ترقي په برخه کړي.

حامدکرزی ويلي چې يواځې په ټينګ ملي اتفاق او اتحاد سره کولی شي،خپل هېواد افغانستان د پردو له لاسوهنو او استثمار څخه وژغوري .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.