ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د برېښنا بيو لوړېدل کورني صنايع له رکود سره مخامخ کوي”

“د برېښنا بيو لوړېدل کورني صنايع له رکود سره مخامخ کوي”

author avatar
28 May 2016 - 20:23
“د برېښنا بيو لوړېدل کورني صنايع له رکود سره مخامخ کوي”
author avatar
28 May 2016 - 20:23

کابل (پژواک ٨ غبرګولى ٩٥): د هېواد صنعتکارانو د برېښنا بيو له لوړېدو سر ټکوي او د مشرانو جرګې مشر هم د حکومت دغه پرېکړه له ظلم ډکه وبلله او ويې ويل، مشرانو جرګه به په دې اړه اړين ګامونه پورته کړي.

د برېښنا شرکت د غويي مياشتې په دولسمه نېټه اعلان وکړ چې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت راټيټېدو له امله په کابل او د هېواد په ١٣ نورو ولايتونو کې چې له وارداتي برېښنا  په کې ګټه اخيستل کېږي، د برېښنا بيه ٢٥ سلنه لوړه کړې ده.

سرچينې څرګنده کړه، چې دغه زياتوالى د روان کال د وري له مياشتې د اجرا وړ دى.

د برېښنا شرکت چارواکو ويلي، دغه شرکت تېر کال ٢٠ مليون ډالره زيان کړى او د دغه شرکت له دېوالي کېدو څخه د مخنيوي په موخه يې بايد د برېښنا بيې لوړې کړې وى.

د افغانستان د صنايعو ټولنې مشر سخي احمد پيمان چې نن يې "د ٢٥ سلنه لګښتونو لوړېدل يعنې د داخلي صنايعو رکود" تر نامه لاندې په خبري ناسته کې د کابل پلچرخي په صنعتي پارکونو کې وويل، دغه بيې لوړول به ناوړه پايلې ولري، ځکه صنعتکاران له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او دغه بيه دوى نه شي ورکولى.

هغه زياته کړه، اوسمهال په افغانستان کې ٢٠٠٠ کوچنۍ او سترې پروژې فعاليت کوي.

د هغه په وينا، که حکومت په دې اړه له سره غور ونه کړي، ډېرى دغه فابريکې به له رکود سره مخامخ شي او بيا به پانګه وال د هېواد په داخل کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

پيمان له حکومته وغوښتل، چې د برېښنا بيې د لوړولو په اړه دې په خپلې پرېکړې د بياغور ترڅنګ، صنعتکارانو ته د ځمکې د وېش او پورونو د ورکړې زمينه هم بايد برابره کړي، ځکه کورنۍ صنعتي فابريکې د هېواد د اقتصادي وضعيت د ښه والي لپاره له اساسي کارونو څخه ګڼل کېږي.

دغه راز نوموړي د مشرانو جرګې له مشر چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود، وغوښتل چې د صنعتکارانو ستونزو په ځانګړي ډول د برېښنا لګښتونو د راکمولو د حل لپاره له دوى سره همکاري وکړي او د حکومت د پرېکړې په وړاندې ودرېږي.

د افغانستان د کارګرو ملي ټولنې (امکا) مشر محمد معروف قادري هم په دې غونډه کې د برېښنا بيې پر لوړېدو نيوکه وکړه او ويې ويل، د دولت يو مامور او کارګر په هغه معاش سره چې دوى يې لري؛ نه شي کولى د برېښنا بيه چې ٢٥ سلنه لوړه شوې، ورکړي.

هغه وويل، که حکومت په دې اړه له سره غور ونه کړي، نو کارکوونکي، صنعتکاران او عام خلک به لاريونونو وکړي.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي هم په دغه ناسته کې د برېښنا بيو لوړېدو په اړه د حکومت پرېکړه له ظلم څخه ډکه وبلله او ويې ويل، په تېرو ١٤ کلونو کې له پانګونې او صنعتکارانو څخه ډېر کم ملاتړ شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.