ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له غزني  ښار سره د تړل شويو پنځو ولسواليو لار د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

له غزني ښار سره د تړل شويو پنځو ولسواليو لار د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

author avatar
28 May 2016 - 15:52
له غزني  ښار سره د تړل شويو پنځو ولسواليو لار د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه
author avatar
28 May 2016 - 15:52

غزني ښار(پژواک،۸غبرګولى۹۵):د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې له غزني ښار سره د تړل شويو پنځو ولسواليو لاره بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصه کړې ده.

څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د غزني ښار د قېاق په سيمه کې لويه لاره د اجرستان، جغتو، خواجه عمري، مالستان او ناهور ولسواليو د خلکو پرمخ وتړله.

خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غبرګولي په ٨مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې دغه لاره يې نن بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصه کړې ده.

امرخېل وايي چې د يادې لارې د خلاصون په موخه يې دوه ورځې وړاندې عمليات پيل کړي و چې په ترڅ کې يې ١٤وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: (( طالبان د خلکو په کورونو کې پټيږي له هغه ځايه ډزې کوي، خلکو ته ستونزې جوړوي، که رښتيا جګړه کوي نو غره ته به وخيژو او هلته به يې سره معلومه کړو.))

ده وويل چې ډير ژر به د قېاق په سيمه کې يوه پوسته جوړه کړي ترڅو په راتلوونکي  کې دغه ډول ستونزې نه وي.

دغه راز په غزني کې د ٢٠٣تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي هم د يادې لارې خلاصېدل تاييد کړل.

هغه هم وويل چې د لارې د خلاصون پرمهال ١٤طالبان وژل شوي، پنځه ټپيان دي او د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

ده وويل: (( طالبانو داسې لاره تړلې وه چې يواځې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې وې، د دې ځاى تړل امنيتي ځواکونو ته هيڅ ستونزه نه شي جوړولاى.))

د هغه په وينا، تر دې وروسته به طالبان ونه شي کولى چې په غزني کې دغه ډول سيمې د خلکو پرمخ وتړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا غړي خالقداد اکبري هم وويل چې له څو ورځو راهېسې د قېاق په سيمه کې وسله والو طالبانو د ترافيکو پرمخ لاره تړلې وه.

هغه وويل: (( طالبانو په دې سيمه کې ټول  موټر  تالاشي کول، کله نا کله به يې يو موټر ته د تګ اجازه ورکوله.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.