ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې ١٤ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په هلمند کې ١٤ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
29 May 2016 - 14:12
په هلمند کې ١٤ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
29 May 2016 - 14:12

لښکرګاه (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٥): د هلمند په دوو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې څلور پوليس وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ په سره ښاخ سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د سيمه ييزو پوليسو د يو قوماندان سفرمحمد په ګډون څلور پوليس وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوې سرچيني پژواک ته وويل چې سفرمحمد هغه کس و چې دوه کاله وړاندې يې د طالبانو پر وړاندې پاڅون اعلان کړ.

هغه وويل: ((طالبانو بېګاه بريد وکړ، قوماندان سفرمحمد يې له ځان سره ژوندى يووړه خو بيا يې د ځانمرګو په هديره کې اول په دار ځړولى او وروسته يې بيا په مرميو ويشتې دى.))

سرچينه وايي چې طالبانو د دغو بريدونو پر مهال د الکوزي ښاخ څو پوستې هم نيولې دي.

دغه راز د هلمند د والي وياند دا هم وويل چې تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د شاول په سيمه کې هم طالبانو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د پوليسو د يو قوماندان محمد نسيم په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

ځواک وايي چې په يادو دواړو پېښو کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي سليمان پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د شاول په سيمه کې پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه: ((يوولس بجې وې چې طالبانو بريدونه پيل کړل، لومړى يې په سيمه کې ماينونه کېښودول، وروسته يې جګړه شروع کړه.))

ده هم وويل چې په دې جګړه کې دواړه لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو شمېره ورته معلومه نه وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.