کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې په ميدان وردګو ولايت کې د داعش يو قوماندان وژل شوى دى.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قوماندان تېر ماښام د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي بريد پر مهال وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې دغه قوماندان مجاهد نومېده او په بريد کې د هغه يو ساتونکى هم وژل شوى دى.
د يادونې ده، دا لومړى ځل دى په دغه ولايت کې د داعش يو قوماندان وژل کېږي.
بلخوا د افغان ځانګړو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولايت په ده بالا ولسولاۍ کې د امريکايي ځواکونو په بې پيلوټه هوايي بريد کې د داعش دوه وسله وال وژل شوي دي دي.
داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن