ښرنه (پژواک ١٠ غبرګولى ٩٥): د پکتيکا چارواکي وايي، د دې ولايت په بټخېلو ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو سيمه ييز پوليس او ١١ عام وګړي ټپيان شوي دي.
د دې غير رسمي ولسوالۍ ولسوال بدرالدين، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن ماښام ناوخته د ولسوالۍ په بازار کې د توت په يوه ونه کې د ځاى په ځاى شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، کله چې له يوې هټۍ څخه يو سيمه ييز پوليس راووت او د ونې خوا ته روان و، نو په همدې مهال چاودنه وشوه، چې له امله يې ياد شوى سيمه ييز پوليس، د هغه پلار او لس تنه نور عام وګړي ژوبل شول.
د هغه په وينا، په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن