ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : په کندهار کې ٢٢ وسله وال وژل شوي

چارواکي : په کندهار کې ٢٢ وسله وال وژل شوي

author avatar
30 May 2016 - 14:26
چارواکي : په کندهار کې ٢٢ وسله وال وژل شوي
author avatar
30 May 2016 - 14:26

کندهار (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ٢٢ وسله وال وژل شوي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد تېره شپه د بهرنيو ځواکونو له خوا له افغان امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ شوى دى.

هغه زياته کړه، په دغه بريد کې چې د شاوليکوټ ولسوالۍ په کټه سنګ سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر پټنځايونو شوى، ٢٢ وسله وال په کې وژل شوي دي.

د ده په خبره، په بريد کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو کوم زيان نه دى اوښتى.

نوموړي وويل، د شاوليکوټ ولسوالۍ په کټه سنګ سيمه کې د کندهار- اروزګان د لارې د پرانيستلو عمليات لا هم دوام لري.

وسله والو طالبانو ياده لار يوه نيمه مياشت مخکې هغه مهال د ماينونو او خندقونو په وسيله وتړله چې په دې سيمه کې يې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او يو شمېر پوستې سقوط شوې.

امنيتي چارواکي خبر ورکوي چې دغه عمليات يې چټک کړي او ډېر ژر به لار د خلکو پر مخ پرانيستل شي.

د شاوليکوټ ولسوال حاجي عبدالغني هم وايي چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وسله وال مخالفين ځپل شوي او د لارې په اوږدو کې هغه ماينونه کشف او له منځه وړل شوي چې د وسله والو له خوا ځاى پر ځاى شوي وو.

ده هم خبر ورکړ چې په دې وروستيو کې دغه عمليات چټک شوي او تر هغه به دوام پيدا کړي چې شاوليکوټ ولسوالي او د کندهار- اروزګان لار د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.