ترينکوټ (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٥): امنيتي سرچينې وايي چې د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې ځینې امنيتي پوستې سقوط شوې او سرتېري يې دايکنډي ولايت ته تللي دي.
د دغه ولايت يوې سرچينې چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لسګونو وسله والو د ګېزاب ولسوالۍ مرکز ته نږدې پر امنيتي پوستونه بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې د سيند پر غاړه اوه پوستې خپله پوليسو وسله والو طالبانو ته پرېیښې او لسګونه سرتېري یې دايکندي ولايت ته تللي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر سهاره پورې پر ځينو پوستو نښتې هم شوې چې په ترڅ کې يې طالبانو ځينې پوستې نيولې دي.
بلخوا د اروزګان د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزى بيا وايي چې د ګېزاب ولسوالۍ د تېرې شپې په جګړو کې ١١ پوستو سقوط کړى دی.
هغه له چارواکو غواړي چې ژر تر ژره دې يادې ولسوالۍ ته مرستندوی ځواکونه ولېږي؛ ځکه چې وسله وال مخالفين د ولسوالۍ يو کيلومترۍ ته رسېدلي او که ځواکونه ور ونه رسېږي، نو ولسوالۍ به سقوط وکړي.
په دغه ولايت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال محمد رسول کندهاري په ګېزاب کې جګړه مني او زياتوي چې هلته يې ځواکونه شته او د ولسوالۍ د سقوط امکان يې رد کړ.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم وايي چې په ګېزاب ولسوالۍ کې يې اته پوستې له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن