ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې وسله وال مخ په ډېرېدو دي

سمنګان کې وسله وال مخ په ډېرېدو دي

author avatar
31 May 2016 - 14:42
سمنګان کې وسله وال مخ په ډېرېدو دي
author avatar
31 May 2016 - 14:42

ايبک (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٥): د سمنګانو سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په ځينو سيمو کې پوځي عملياتو ته اړتيا ده؛ ځکه چې هلته د وسله والو مخالفينو فعاليتونه د پراخېدو په حال کې دي.

چارواکو دغه څرګندونې نن د دغه ولايت په مرکز کې د شمال او شمال ختيځو زونونو د همغږۍ مرکز او ځينو نورو چارواکو په ناسته کې وکړې.

د سمنګانو د ولايتي شورا منشي صفت الله سمنګاني په دې ناسته کې وويل چې سمنګانو کې يو کال مخکې د وسله والو مخالفينو شمېر تر شاوخوا ٢٥ تنو رسېده، خو اوس شاوخوا ٣٠٠ تنو ته رسي.

هغه وويل چې وسله والو مخالفين د دغه ولايت د دره صوف پايين ولسوالۍ ځينې سيمې په واک کې لري او د حضرت سلطان او روى دواب په ولسواليو کې يې هم فعاليتونه پراخ شوي دي.

دى د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې د امنيتي ځواکونو پر کړنو نيوکه کوي او وايي چې که د يادو سيمو امنيت ته پاملرنه ونه شي نو په دې ولايت کې به د مخالفينو کړنې نورې هم پراخه شي.

د سمنګانو امنيه قوماندان مل پاسوال محمدباقر مسعود هم تاييد کړه چې په دې ولايت کې د وسله والو مخالفينو شمېر شاوخوا ٣٠٠ تنو ته رسي، چې پنځوس سلنه يې په دره صوف پايين او پاتې نور يې په حضرت سلطان او روى دواب ولسواليو کې فعاليت لري.

دى وايي چې د سمنګانو ولايت، په بغلان، کندوز، سرپل او فارياب ولايتونو کې ځینې سیمې د وسله والو مخالفينو د اکمالاتو پر مرکز بدلې شوې او د بغلان په وروستيو جګړو کې شاوخوا ٣٠ تنه سمنګاني طالبان هم وژل شوي دي.

هغه وويل چې په یاد ولایت کې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو د پراخېدو موضوع يې د شمال زون له چارواکو سره شريکه کړې او غوښتنه يې کړې چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات ترسره شي.

د مسعود په وينا، که په يادو ولسواليو کې عمليات ترسره نه شي، نو د مخالفينو لاس ته د دره صوف پايين ولسوالۍ د لوېدو امکان هم شته دى.

د شمال زون قوماندانۍ مرستيال تورنجنرال محمدسرور سجادي د يادو چارواکيو څرګندونې مهمې او د پام وړ وبللې او ويې ويل چې دغه ستونزې به وڅېړل شي او په راتلونکې کې به په يادو سيمو کې عمليات تر سره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.