کندوزښار (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د کندوز پوليس وايي چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې د تښتول شوو مسافرو له ډلې ٨ کسان خوشي کړي، خو لس نور لا هم د طالبانو په بند کې دي.
د دغه ولايت د ځايي چارواکو په خبره، طالبانو تېره شپه شاوخوا دوې بجې نږدې ٢٠٠ مسافر چې له کابل نه بدخشان او تخار ولايتونو ته روان وو، د کندوز په شين تپه ساحو کې له موټر ښکته کړل او بيا يې له ځان سره يوړل، خو له څېړنو وروسته يې ١٠ کسان ووژل او ١٨ نور يې برمته کړل.
د کندوز سرپرست امنيه قوماندان سمونوال معصوم هاشمي بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب ٨ مسافر را خوشي کړي، خو ١٠ نور لا هم له هغوى سره بنديان دي.
نوموړى ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به پاتې ١٠ مسافر هم د امنيتي ځواکونو د عملياتو او قومي مشرانو د منځګړيتوب له مخې را خوشي شي.
په ورته وخت کې د کندوز امنيې قوماندانۍ په يوه خبرپاڼه کې چې پژواک اژان سته رسېدلې، راغلي چې ګډو امنيتي ځواکونو پرون مازديګر د کندوز په شين تپه ساحو کې چې مسافر په کې د طالبانو له لوري تښتول شوي وو، عمليات ترسره کړل.
سرچينې زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې درې طالبان چې مسافر وړونکي موټر يې درولي وو، د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شول او درې نور يې ووژل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن