کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولى ۹۵): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ميدان وردګو د مرکز اړوند په ابراهيم خېلو کې ځانګړو ځواکونو يو طالب قوماندان او د هغه پنځه ملګري وژلي دي.
د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا د غبرګولي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ د ميدان وردګو د مرکز او نرخ ولسوالۍ په مرزي ساحه د ابراهيم خېلو په کلي کې د توريالي په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان او پنځه ملګري يې وژلي دي.
سرچينه ليکي، دغه قوماندان په ياد ولايت کې په ډېرو ترهګريزو کړنو، سړي تښتونې او د مخابراتي ستنو په نړولو کې لاس درلود.
خو د ابراهېم خېلو اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد امرالدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د طالبانو د وژل شوي مشر اختر محمد منصور د فاتحې مراسم جوړ شوي وو، چې امنيتي ځواکونو پرې بريدوکړ.
د هغه په وينا، جګړه يوه بجه پيل او پنځه بجې ختمه شوه ، خو په جګړه کې طالب قوماندان توريالى نه دى وژل شوى.
نوموړى وايي چې په دې نښته کې يو طالب او يو ملکي وګړی وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن