جلال اباد (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٥): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماخوستن شاوخوا اته نيمې بجې د خوږياڼو ولسوالۍ د کږې په بازار کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه چې د خوږياڼو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان سرجنګ په موټر کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې سرجنګ له يو پوليس او يو ملکي وګړي سره وژل شوی، څلور پوليس او پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د والي وياند وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو د کامران په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې چاودنه د سيمه ييزو پوليسو په پوسته کې شوې ده.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن