ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات لسګونه اوسېدونکو د نا امنيو له زياتوالي شکايت وکړ

د هرات لسګونه اوسېدونکو د نا امنيو له زياتوالي شکايت وکړ

author avatar
2 Jun 2016 - 15:43
د هرات لسګونه اوسېدونکو د نا امنيو له زياتوالي شکايت وکړ
author avatar
2 Jun 2016 - 15:43

 کابل(پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د هرات لسګونه اوسېدونکو په کابل کې په يوه اعتراضي غونډه کې په هرات ولايت کې د نا امنيو له زياتوالي شکايت وکړ او ويې ويل چې په هرات کې په ٧٤ ورځو کې ٧٤ کسان ترور شوي او ١٦ تښتول شوي دي.

دوى چې د( امنيت تامين د حکومت اساسي دنده ده، موږ امنيت غواړو او...) شعارونه يې ورکول په هرات کې د امنيتي ځواکونو د ډېرولو او د مجرمينو په ځانګړي ډول انسان تښتوونکو د مجازات غوښتنه وکړه.

د هرات يوه اوسېدنکي او د غونډې ګډونوال محمد ادريس الکوزي په نننۍ ناسته کې وويل چې په تېرو ٧٤ ورځو کې يواځې په هرات ښار کې ٧٤ کسان ترور شوي او ١٦ تښتول شوي دي.

هغه د جزيياتو له ورکړې پرته د تښتوونکو او وژونکو په اړه وويل چې هرات ښاريان له دې وضعيت نه ستړي شوي،  نور له حکومته غواړي چې ددې ولايت په امنيت ټينګولو کې اړين اقدامات وکړي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق نظري غونډې ته وويل چې په وروستيو کلونو کې په هرات کې نا امنۍ او تښتونې ډېرې شوې او د ځوانانو ترمنځ وزګارتيا مخ په ډېرېدو ده.

هغه زياته کړه:((هرات ډېر لوستي ځوانان او پوهه کسان لري، خو ګڼ هغه يې وزګار دي او له بده مرغه چې په ډېرو  ټيټو او لوړو پوستونو کې د نورو  ولايتونو خلک د کار لپاره جذب شوي دي.))

 ګډونوالو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره د الهي او هېواد بشري قوانينو سره سم (مجرمينو، ترهګرو او تښتوونکو) د محاکمې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د هرات د غوره امنيت نيولو لپاره بايد په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو شمېر زيات شي.

ددې ناستې ګډونوالو همدارنګه په هرات کې د کار او ټولنيزو پروژو  پر زياتوالي ټينګار وکړ او ويې ويل چې ددا ډول پروژې لکه سلما بند، هرات صنعتي ښارګوټى، هرات اسلام کلا لويه لار او نورو امنيت ته بايد جدي پاملرنه وشي.

د غونډې ګډونوال وايي، که چېرته يې ستونزې حل نه شي، پراخ  لاريونونه او غونډې به وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.