لښکرګاه(پژواک،١٣غبرګولى٩٥): په هلمند ولايت کې د ماين د چاودنې له امله د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ټپي او يو بل پوليس وژل شوى دى.
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اقانور کينتوز د غبرګولي په١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د لښکرګاه_ مارجې پر لويه لار د امنيت د امر مل پاسوال غلام جيلاني خروټي پر ټانګ د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې خروټي ټپى شوى او يو بل پوليس وژل شوى دى.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون چارواکي وايي چې له يادې پېښې دوى ته دوه ټپيان وروړل شوي دي.
د سرچيني په وينا د دې چاودنې له امله د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر پښه پرې شوې او يو بل ټپي پوليس هم ور وړل شوى دى.
هغوى زياتوي چې د امنيې قوماندانۍ د امنيت د امر روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
له تېرو څو روځو راهيسې د هلمند په مرکز، ګرشک او نادعلي ولسواليو کې امنيتي حالات ترينګلي دي چې له امله يې لسګونو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونه وايي چې په دې ولايت کې د حالاتو د کنټرول په موخه يې کومانډويي او ضربتي ځواکونه ور لېږلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن