ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د سرپل له سانچارک څخه ۱۷ ملکي وګړي تښتولي

طالبانو د سرپل له سانچارک څخه ۱۷ ملکي وګړي تښتولي

author avatar
2 Jun 2016 - 16:06
طالبانو د سرپل له سانچارک څخه ۱۷ ملکي وګړي تښتولي
author avatar
2 Jun 2016 - 16:06

سرپل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د سرپل چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولايت له سانچارک ولسوالۍ ١٧ ملکي وګړي تښتولي دي، بلخوا د سرپل په مرکز کې لسو طالبانو ته د خپل ماين چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ غرمه مهال د سانچارک ولسوالۍ په "ده مرده" سيمه کې دوه مسافر وړونکي موټر درولي او د دغو موټرو له سپرليو يې ١٧ تنه له ځان سره بيولي دي.

هغه وويل چې د طالبانو له خوا ټول نيول شوي کسان ملکي وګړي دي.

د ده په وينا، دغه ١٧ تنه د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي دي او له دې ولسوالۍ د سرپل مرکز ته په دوو (ډينا او فلاينګ کوچ) موټرو کې روان وو چې طالبانو ونيول.

دى وايي چې طالبانو دغه کسان نامعلوم ځاى ته بيولي او دى نه پوهېږي چې ولې يې دغه کسان نيولي دي.

خو د سيمې يو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي طالبانو دغه کسان د دولت له خوا د هغه ټپي شوي طالب د نيول کېدو په غبرګون کې نيولي چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې په روغتون کې ونيول شو.

سرچينه زياتوي چې دولت له دې ټپي شوي طالب سره درې نور هغه کسان هم نيولي چې له هغه سره روغتون ته تللي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غبرګولي مياشتې په ١١مه شپه وسله والو طالبانو د کندوز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې شاوخوا دوه سوه مسافر له موټرو کوز کړل.

د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو له دغو کسانو ١٢ تنه وژلي او اته نور اوس هم له طالبانو سره بنديان دي.

خو طالبانو ويلي چې له نيول شوو کسانو يې شپږ تنه چې دولتي سرتېري وو، وژلي دي.

د يو بل خبر له مخې، د سرپل والي وايي چې تېره ورځ مازديګر مهال د دغه ولايت د مرکز اړوند په تپه چال سيمه کې پر طالبانو د هغوى خپل ماين چاودېدلى دى.

والي وايي چې په دې چاودنه کې څلور طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.