ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې له سلګونو بېوزلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

په کونړ کې له سلګونو بېوزلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
2 Jun 2016 - 18:57
په کونړ کې له سلګونو بېوزلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
2 Jun 2016 - 18:57

اسعد اباد (پژواک ١٣ غبرګولى ٩٥): د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کونړ په نورګل او خاص کونړ ولسواليو کې له سلګونو بېوزلو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه.

په کونړ کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ريیس مولوي عطاءالله نوري وویل، د يوې سروې له مخې په نورګل او خاص کونړ ولسواليو کې ٢٥٦٦ کورنۍ چې اقتصاد يې ډېر خراب وو او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان يې په خوارځواکۍ اخته وو، په نښه شوي دي.

ده زياته کړه، په دې کې ١٧٣٤ کورنۍ د خاص کونړ او پاتې نورې د نورګل اړوندې دي، چې اوسمهال ورسره نغدي مرسته وشوه او په دويم او درېيم پړاو کې به ورسره د خوراکي توکو مرستې هم وشي.

د هغه په وينا، له دې کورنيو سره د ياد وزارت له خوا په ټوليز ډول ۲۶ میلیونه او څلورسوه زره افغانۍ مرسته کېږي.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال واصل نور مومند وویل، ياد پروګرام د فقر کچې د راټيتېدو په موخه پيل شوى او په لومړي پړاو کې هرې کورنۍ ته يې ٤٥٠٠ افغانۍ ورکړي، ترڅو خپلو ماشومانو ته يې ښه خوراک برابر کړي.

د ده د معلوماتو له مخې، همدا اوس په ټول هېواد کې ۳۹ سلنه وګړي د فقر ژوند کوي، چې دا یوه ډېره لویه فیصدي ده.

د نوموړي په خبره، سعودي عربستان ورسره ژمنه کړې چې په دې هېواد کې به د ٢٥زرو افغانانو لپاره د کار زمينه برابره کړي، چې په دې کې به د کونړ خلکو ته هم ونډه ورکړل شي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي هم وویل چې کونړ یو غرنی ولایت دی او کرنیزې ځمکې په کې ډېرې کمې دي، چې له امله يې خلک ډېر غريبان دي او بايد مرسته ورسره وشي.

نوموړي له یاد وزارت نه په کونړ کې د ځوانانو لپاره د یوه حرفوي زده کړو مرکز د جوړېدو غوښتنه وکړه، ترڅو ځوانان په کې په مسلکي توګه وروزل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.