سرپل (پژواک،١٤غبرګولى ٩٥):د سرپل ولايت چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د طالبانو له لوري تښتول شوي ١٧عام وګړي يې د قومي مشرانو په هڅو را خوشې کړي دي.
د سرپل چارواکو ويلي ، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ غرمه مهال د سانچارک ولسوالۍ په "ده مرده" سيمه کې دوه مسافر وړونکي موټر درولي او د دغو موټرو له سپرليو يې ١٧ تنه له ځان سره بيولي دي.
د سرپل والي محمدظاهر وحدت د غبرګولي په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه ١٧ کسان تېره شپه اته بجې د سيمې د قومي مشرانو په هڅو را خوشې شوي دي .
ده وويل چې دغه کسان د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي و او د سرپل مرکز ته پر لاره و ، چې د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شول .
خو د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل چې دغه ١٧ کسان د يوه ټپي طالب نقيب الله په بدل کې را خوشې شوي .
ده وويل چې دغه ټپي طالب د امنيتي ځواکونو لخوا څو ورځې مخکې په روغتون کې نيول شوى و .
خو حکومتي سرچينې دغه خبره ردوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن