ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شاوليکوټ کې ٤٠ وسله وال وژل شوي

په شاوليکوټ کې ٤٠ وسله وال وژل شوي

author avatar
3 Jun 2016 - 15:16
په شاوليکوټ کې ٤٠ وسله وال وژل شوي
author avatar
3 Jun 2016 - 15:16

کندهار  ( پژواک ، ١٤غبرګولى ٩٥):  چارواکي وايي  چې د کندهار- اروزګان د لارې د خلاصولو په موخه د پيل شوو عملياتو په لړ کې تېره شپه شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٤٠  وسله وال وژل شوي دي.

دغه راز د دغو عملياتو پر مهال دوه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د چارواکو په خبره ، ياده شوې لاره يې له وسله والو پاکه کړې او نن مازديګر به يې د ترافيکو پر مخ هم پرانيزي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه امنيتي ځواکونو د کندهار- اروزګان د لارې د خلاصولو په موخه په شاوليکوټ ولسوالۍ کې پراخ عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې چې د بهرنيو ځواکونو د هوايي ځواک ملاتړ هم ورسره و، ٤٠  وسله وال وژل شوي دي.

دى وايي، د عملياتو پر مهال يو د ملي اردو سرتېرى او يو پوليس وژل شوي او يو بل پوليس ټپي شوى دى.

ده وويل، د کندهار- اروزګان لار چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې بنده وه له طالبانو پاکه شوې او ټول هغه ماينونه چې وسله والو ځاى پر ځاى کړي وو، کشف او له منځه وړل شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وايي چې د کندهار- اروزګان لار له وسله والو پاکه شوې او تر نن مازديګره به د ترافيکو پر مخ هم پر انيستل شي.

ده هم وويل، هغه عمليات چې په همدې موخه په شاوليکوټ ولسوالۍ کې تر سره  شوي، ٤٠   وسله وال په کې وژل شوي دي.

د کندهار- اروزګان لار شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې هغه مهال د وسله والو مخالفينو له خوا د ماينونو او خندقونو په وسيله وتړل شوه چې د شاوليکوټ ولسوالۍ په کټه سنګ او البک سيمو کې يې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او يو شمېر پوستې سقوط شوې.

د لارې د بندېدو له امله نه يواځې د اروزګان ولايت، بلکې د دې لارې په اوږدو کې د شاوليکوټ، خاکرېز او نېش ولسواليو اوسېدونکي هم له سختو ستونزو سره مخامخ وو.

د يادې شوې لارې د پرانيستلو عملياتو اوږد وخت دوام وکړ چې وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو تر څنګ په امنيتي ځواکونو ته هم په وار وار مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.