جلال اباد (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۵): د ننګرهار ولايتي شورا ځينو قومي او جهادي مشرانو له حکمتيار سره د سولې د خبرو هرکلی وکړ او پر ځينو کړيو يې غږ وکړ چې د دغه اقدام له مخنيوي لاس واخلي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر د غبرګولي په ۱۵مه د يوې غونډې په څنډه کې رسنيو ته وويل، قومي او جهادي مشران يې رابللي، څو د حکومت له دغه دريځ نه ملاتړ اعلان کړي.
هغه زياته کړه، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرې پر سولې او ثبات ښه اغېزه لرلی شي او دوی د دغه کار ملاتړ کوي.
د ولايتي شورا دغه غړي په حکومت کې يو شمېر کړۍ تورنې کړې چې ګني له حکمتيار سره د سولې د خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه غواړي دا پروسه مخکې ولاړه شي.
د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد دُراني په دې غونډه کې وويل، له حکمتيار سره د سولې خبرې د ولسونو هيله ده؛ ځکه دغه کار پر سوله ښه اغېز لرلی شي.
ده زياته کړه: ((ځيني خلک غواړي د خپلو شخصي ګټو او قومي تعصبونو له مخې له حزب اسلامي سره د خبرو مخه ونيسي، موږ پر دې کړيو غږ کوو چې له دغه کاره لاس واخلي.))
بلخوا د ولايتي شورا بل غړي ډاکتر ناصر کامه وال بيا د ده په ټکو، "شمالي ټلواله" تورنه کړه چې ګني نه غواړي له حکمتيار سره سوله وشي.
دى وايي: ((ولس سوله غواړي او له حزب اسلامي سره د سولې خبرې سوله يقيني کوي.))
د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې رييس حاجي ملک نذيز زياته کړه: ((د سولې شورا او د حزب اسلامي له پلاوي مننه کوو چې د سولې په مسئلې سره هوکړې ته رسېدلي دي.))
نذيز وايي، د حکمتيار راتګ به پر سوله ښه اغېزه ولري او نور وسله وال به دې ته اړ شي چې له دې پروسې سره يو ځای شي.
قومي مشر حاجي ملک حسن وويل: ((موږ نن ځکه راټول شوي يو چې له حزب اسلامي سره د حکومت د خبرو ملاتړ وکړو.))
هغه زياته کړه، حکمتيار د قضيې يو اړخ دی، د سولې پروسې ته يې راتګ بې ګټې نه دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن