هرات ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د افغانستان- هندوستان دوستي بند (سلما) د هندوستان د لومړي وزير او ولسمشر اشرف غني له خوا پرانیستل شو.
د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي نن (د غبرګولي ١٥مه) له غرمې مخکې هرات ولايت ته ورسېد چې د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر له خوا یې په هوايي ډګر کې هرکلى وشو.
وروسته هغه نېغ په نېغه د هرات ولايت مقام د غونډو تالار ته ورسېد چې هلته یې هم د ولسمشر اشرف غني او نورو له خوا تود هرکلى وشو.
ولسمشر غني دغو مراستو ته پرانيستونکې وينا وکړه او د هغه د وينا په پاى کې د هندد لومړي وزير نريندرا مودي او ولسمشر اشرف غني له خوا د بټنې په کېکاږلو سره د ياد بند پرانيسته وشوه.
سلما بند د هرات ښار ختيځ ته په ١٦٠ کيلومترۍ کې د چشت شريف په غرنۍ ولسوالۍ کې پروت دى چې هندوستان هېواد د ١٣٥٧ لمريز کال له کودتا وړاندې د محمد داوود د ولسمشرۍ پر مهال د دغه بند د جوړولو ژمنه کړې وه، خو شوې کودتا او د جګړو پيل د دې پروژې د ځنډ او خنډ سبب شول.
د طالبانو د واکمنۍ له را پرځېدو او د نوي حکومت له راتلو وروسته د دغه بند د رغولو لومړنۍ چارې په ١٣٨٥ کال کې پيل شوې او ټاکل شوې وه چې په شاوخوا څلورو کلونو کې به جوړ شي، خو ودانيزې چارې يې څو ځلې د امنيتي او لوژسيتکي ستونزو په سبب وځنډېدې.
خو له شاوخوا څلورنيم کلن انتظار وروسته ټاکل شوې چې د افغان- هند دوستي (سلما) بند نن د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغان ولسمشر محمداشرف غني او د هند د لومړي وزير نريندرا مودي له لوري پرانيستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن