کندوز ښار (پژواک ۱۶ غبرګولى ۹۵): د کندوز د ولايتي شورا رييس وايي چې لس تنه نور تښتول شوي مسافرين يې د قومي مشرانو په مرسته له وسله والو مخالفينو را خوشې کړي، خو اوس هم ۱۸ نور مسافرين له هغوى سره دي.
وسله والو مخالفينو تېره اوونۍ د کندوز- تخار پر لويه لاره له درېيو مسافر وړونکو موټرو څخه لسګونه مسافرين ښکته کړل، چې د ځايي چارواکوپه وينا، تر اوسه يې لس تنه وژلي دي.
د کندوز د ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي د غبرګولي په ١٦مه، پژواک خبرى اژانس ته وويل چې ياد کسان يې پرون مازيګر په چهاردرې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په مرسته له وسله والو مخالفينو څخه را خوشې کړي دي.
هغه زياته کړه : (( موږ هڅه کوو چې نيول شوي ۱۸ نور مسافرين هم د قومي مشرانو په مرسته له وسله والو مخالفينو څخه را خوشې کړو.))
تر دې مخکې ځايي چارواکو ويلي وو چې وسله والو مخالفينو ١٢ تنه وژلي او ٨ تنه ورسره بنديان دي، خو د ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي دا شمېره غلطه بولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن