ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې لاريون کوونکو د درې پروژو د کار پر درېدو نيوکې وکړې

author avatar
5 Jun 2016 - 17:01
author avatar
5 Jun 2016 - 17:01

قلعه نو(پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٥): بادغيس کې سلګونو لاريون کوونکو په دې ولايت کې د درېيو پروژو د کار پر درېدو نيوکې وکړې او ويې ويل چې که د دې پروژو کار پيل نه شي، نو مدني حرکتونو ته به زور ورکړي.

دغه لاريون نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې پيل او د غرمې تر شاوخوا ١٢  بجو د دې ولايت په مرکز قلعه نو کې تر سره شو.

د بادغېس د ولايتي شورا غړي فريد اخي زي چې په دې لاريون کې يې ونډه لرله، پژواک خبري اژانس ته وويل د بادغيس خلکو ځکه لاريون کړى چې په دې ولايت کې د څلور پروژو کار په ټپه درېدلى او حکومت يې د کار د بيا پيل په اړه په خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.

د هغه د معلوماتو له مخې، د بادغيس د مرکز اړوند له لامان سيمې د فارياب تر قيصار ولسوالۍ د ٤٢٠ کيلومتره سړک جوړولو کار شاوخوا درې کاله مخکې پيل شو خو شاوخوا يو نيم کال مخکې بېرته ودرېد او تر اوسه نيمګړى پاتى دى.

دغه راز دى وايي، چې د دې ولايت  له قادس ولسوالۍ څخه تر مرکز قلعه نو پورې د څښلو اوبو د نلليکې د غځېدو کار هم يو کال مخکې پيل شو، خو شاوخوا اته مياشتې مخکې ودرېد او نيمګړى پاتى دى.

اخي زي وويل چې بادغيس ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د مزي غځېدو کار هم مخکې پيل شو او شاوخوا ٣٠ کيلومتره وغځول شو، خو شاوخوا دوه کاله مخکې په داسې حال کې  ودرېد چې  لس کيلومتره نور يې هم بايد وغځول شي.

هغه وويل ، حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د دې پروژو کار به پيلوي خو تر اوسه يې اقدام نه دى کړى، نو ځکه خلک اړ شول چې لاريون وکړي.

د بادغيس د مدني ټولنې مشر غلام محى الدين او د لاريون بل ګډونوال ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې که حکومت د يادو پروژو کار ژر پيل نه کړي، نو لاريونونه به وکړي او لارې به د اعتراض په توګه وتړي.

د والي د دفتر  رييس شرف الدين مجيدي، چې يو ځل يې مخکې ويلي چې د يادو پروژو کار به د روان کال په وري مياشت کې پيل شي، نن پژواک ته وويل چې اړوندو ارګانونو ژمنه کړې چې د دې پروژې کار به د روانې غبرګولي مياشتې تر پايه پيل کړي.

هغه وايي چې د دې پروژو کار د ځينې تخنيکي او نورو هغو ستونزو له امله چې پلي کوونکو شرکتونو لرل، درېدلى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.