کابل (پژواک،۱۶غبرګولى ۹۵): د ولسمشر مرستيال وياند وايي، اشرف غني د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو په موخه د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ليک لېږلى او هغه ته يې په ټاکلي وخت کې د ټاکنو د ترسره کېدو ډاډ ورکړى دى.
د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي، نن له غرمې وروسته په خبري ناسته کې وويل، بانکي مون ته د ولسمشر په دې ليک کې د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د حکومت د چمتووالي او هڅو په اړه او همدارنګه دا چې د ټاکنو رهبري به افغانان په غاړه لري، څرګندونې شوې دي.
ده زياته کړه، له نړيوالې څخه د داسې ټاکنو د ترسره کېدو په اړه مرسته غواړي چې هم شفافيت ولري او هم د خلکو قناعت ترلاسه کړي.
د هغه په وينا، ولسمشر د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره دوه مالي او امنيتي کمېټې ټاکلي، چې د ماليې وزير اکليل حکيمي به د نړيوالې ټولنې سره په همکارۍ مالي سرچينې برابروي او د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد په مشرۍ به امنيتي کمېټه د انتخاباتو د امنيت د ټينګښت د څرنګوالي مسووليت په غاړه لري.
هاشمي وايي، د انتخاباتو د ترسره کېدو او د اصلاحاتو د بهير د چټکوالي په خاطر بايد هغه قوانين چې ملي شورا ته لېږل شوي، بايد ژر تصويب شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کېږي، چې د ملي يووالي حکومت د جوړښت د هوکړه ليک پربنسټ، په ټاکنيز نظام کې اصلاحات لا نه دي راغلي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه د روان کال د تلې ٢٤مه اعلان کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن