تورخم (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٥): سلګونو کسانو په تورخم کې د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او ګواښ يې وکړ چې که د وېزې محدوديت يې لرې نه کړ، نو د ترانزيټ سوداګرۍ پر وړاندې به لاره بنده کړي.
د روان زېږديز کال د جون د مياشتې له لومړۍ نېټې څخه پاکستان پر تورخم ځينې محدوديتونه ولګول چې له امله يې بې وېزې خلکو ته له تورخم څخه د اوښتو اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا ناروغانو، سوداګرو او هغو خلکو چې په پاکستان کې د قانوني اوسېدو کارت درلودل، له وېزې پرته د اوښتو اجازه لرله.
د ننګرهار ولايت دسرحدي ښارګوټي سلګونو اوسېدونکو،دوکاندارانو او سوداګرو د غبرګولي په ١٦مه، لاريون وکړ او د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول.
د تورخم د سوداګرو او دوکاندارانو د اتحاديې رييس حاجي خليل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ډيورنډ پولې دواړو غاړو ته پښتانه مېشت دي او سره خپلوۍ او دوستۍ لري.
هغوى ګواښ وکړ چې که د نن ورځې تر پايه پورې دا ستونزه هواره نه شي، نو دوى به نه يواځې خپلو لاريونونو ته ادامه ورکړي، بلکې د ترانزيټ سوداګرۍ پر وړاندې به هم لاره بنده کړي.
حاجي خليل د پاکستان او افغانستان له چارواکو وغوښتل چې دا ستونزه له ديپلوماتيکو لارو هواره کړي.
د شريف شينواري په نامه د لاريون يو تن ګډونوال پژواک اژانس ته وويل چې پرون پاکستانيو سرحدي ځواکونو هغې ناوې ته اجازه ورنه کړه چې په بدل ورکړل شوې وه .
هغه زياته کړه : (( له پاکستان څخه ناوې ته يې اجازه ورکړه، چې دېخوا ته واوړي، خو له دې خوا يې ناوې ته اجازه ورنه کړه چې اخوا واوړي او په چغو چغو يې ژړل.))
د تورخم ښاروال حاجي حميدالله شينواري پژواک اژانس ته وويل چې سلګونو خلکو سوله ييز لاريون وکړ او د تورخم د ستونزې د هوارې غوښتنه يې کوله.
هغه ادعا وکړه چې پاکستاني سرحدي ځواکونه په تورخم کې له اوښتوونکو او راتلونکو افغانانو څخه پيسې اخلي.
د يادونې ده چې د ياد لاريون له امله د يوه ساعت لپاره لاره هم بنده شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن