ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کوټ کې د داعش ٢٧ وسله وال وژل شوي

په کوټ کې د داعش ٢٧ وسله وال وژل شوي

author avatar
5 Jun 2016 - 12:36
په کوټ کې د داعش ٢٧ وسله وال وژل شوي
author avatar
5 Jun 2016 - 12:36

جلال اباد (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د داعش ٢٧ وسله وال وژل شوي بلخوا په لوگر کې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په کوټ ولسوالۍ کې د شاهين ١٣ په نوم عمليات پيل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې تر اوسه د داعش ٢٧ وسله وال وژل شوي او ١٨ نور ټپیان دي.

د والي وياند وايي چې د عملياتو په پايله کې د يادې ولسوالۍ د لاغرجو، خوره ګۍ، وچ کوټ او يو شمېر نور کلي د داعش وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي .

خوږياڼي وويل چې امنيتي ځواکونو ګڼې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د ننګرهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت موظفينو په جلال اباد ښار، کوټ او بټي کوټ ولسواليو کې درې وسله والو طالبان او له داعش ډلې سره د تړاو په تور پنځه کسان نيولي دي.

يادو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د لوګر په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د مرکز اړوند د پورک، بابوس، دادوخېلو او کمالخېلو په سيمو کې چاڼيز عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې څلور طالبان وژل شوي، شپږ ټپيان دي او درې تنه ژوندي نيول شوي دي.

د صالح په وينا، د دغو عملياتو پر مهال يو راکټ او درې کلاشينکوفونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د بابوس سيمي اوسېدونکي احمدضيا هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو کور په کور تلاشي پيل کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.