د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندوز کې له تښتول شوو مسافرو څخه لس تنه نور هم خوشې شول

کندوز کې له تښتول شوو مسافرو څخه لس تنه نور هم خوشې شول

Jun 05, 2016 - 13:52

کندوز ښار (پژواک ۱۶ غبرګولى ۹۵): د کندوز د ولايتي شورا رييس وايي چې لس تنه نور تښتول شوي مسافرين يې د قومي مشرانو په مرسته له وسله والو مخالفينو را خوشې کړي، خو اوس هم  ۱۸ نور مسافرين له هغوى سره دي.

وسله والو مخالفينو تېره اوونۍ د کندوز- تخار پر لويه لاره له درېيو مسافر وړونکو موټرو څخه لسګونه مسافرين ښکته کړل، چې د ځايي چارواکوپه وينا، تر اوسه يې لس تنه وژلي دي.

د کندوز د ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي د غبرګولي په ١٦مه، پژواک خبرى اژانس  ته وويل چې ياد کسان يې پرون مازيګر په چهاردرې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په مرسته له وسله والو مخالفينو څخه را خوشې کړي دي.

هغه زياته کړه : (( موږ هڅه کوو چې نيول شوي ۱۸ نور مسافرين هم د قومي مشرانو په مرسته له وسله والو مخالفينو څخه را خوشې کړو.))

تر دې مخکې ځايي چارواکو ويلي وو چې وسله والو مخالفينو ١٢ تنه وژلي او ٨ تنه ورسره بنديان دي، خو د ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي دا شمېره غلطه بولي. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan