کابل (پژواک ۱۸ غبرګولي ۹۵): د افغانستان پر روڼتيا د څار اداره، د کانونو ناقانونه استخراج په اړه د "ګلوبل ويټنس" راپور مهم بولي او وايي چې حکومت بايد د کانونو د غير قانوني استخراج د مخنيوي لپاره اړين ګامونه پورته کړي.
د ګلوبل ويټنس په نوم نړيوال څېړنيز بنسټ د افغانستان د بدخشان د کانونو په ناقانونه کيندنو کې وسله وال طالبان، سيمه ييز قوماندانان او د پارلمان ځيني غړي سره ملګري بللي او زياته کړه يې ده چې په دې برخه کې يو نامتجانس ايتلاف رامنځته شوى دی.
د څېړنې د موندنو له مخې، په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې له يوه کوچني کان نه د وسله والو ډلو لکه طالبانو عوايد، د افغانستان حکومت له ټولو هغو عوايدو سره برابر دي چې د دغه هېواد د کانونو له برخې ترلاسه کېږي.
سرچينه زياتوي چې د بدخشان د کانونو پر سر د اقتصادي مافيا سيالۍ، نامتجانس ايتلاف رامنځته کړى او په ځينو مواردو کې يې طالبان، د جمعيت اسلامي ګوند سيمه ييز قوماندانان او د دولت ځيني لوړپوړي چارواکي د يوې لارې ملګري کړي.
د افغانستان پر روڼتيا د څار ادارې مشر سيد اکرام افضلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کانونو په ځانګړي ډول د بدخشان د لاجوردو د ناقانونه کيندنو په برخه کې د ګلوبل ويټنس په ياد راپور کې ډېرو اساسي مسايلو ته اشاره شوې چې سيمه ييز زورواکي د يو شمېر مرکزي چارواکو د سياسي ملاتړ په لرلو سره له کانونو ناسمې ګټې پورته کوي.
هغه وايي: "په لويه کچه د غير قانوني استخراج او د دې ترانسپورت او د دې خرڅول او تجارت؛ دا له قوي سياسي ملاتړ نه پرته امکان نه لري او دا خبره موږ تاييدوو چې په دولت کې دننه او په پارلمان کې دننه دغسې کسان شته چې له دوی (يادو زورواکو او چارواکو) ملاتړ کوي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن