کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٥): د اوبو او انرژۍ وزارت د هلمند د کجکي برېښنا بند د پراختيا دويم پړاو هوکړه ليک له يوې ترکۍ کمپنۍ سره لاسليک کړ، چې پر بنسټ به يې د اوبو د زېرمې د وړتيا له ډېرېدو سربېره د برېښنا توليد هم درې برابره لوړ شي.
دغه هوکړه ليک نن په هغو مراسمو کې چې ولسمشر محمد اشرف غني، د حکومت يو شمېر چارواکو او د "٧٧" ترکي شرکت استازو په کې ګډون درلود، په ارګ کې لاسليک شو.
د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني وويل، د دغه هوکړه ليک له مخې به په کجکي کې څلور نوي توربينونه ولګول شي، چې په ګټې اخيستو سره به يې د دغه بند د برېښنا د توليد ظرفيت په يوه ساعت کې ١٥١ مېګاواټه برېښنا ته ورسيږي.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د لويو پراختيايي پروژو د کار د پيل او پاى ته رسېدو په اړه د ملي يووالي حکومت اراده ټينګه ده، زياته کړه چې دغه فعاليتونه د هېواد د پراختيا لپاره ترسره کېږي او حکومت له ملي شورا غواړي، چې ترې ملاتړ وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزير په وينا، د کجکي بند په ١٣٣٢ لمريز کال کې د سېلابونو د کنټرول، د کرنيزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا انرژۍ د توليد لپاره جوړ شوى و، څو يو ميليارد او ٧٠٠ ميليون متره مکعبه اوبه زېرمه کړي.
عثماني زياته کړه، په دغه بند کې په ١٣٥٤ کال کې د ٣٣ مېګاواټه په ظرفيت دوه توربينه لګول شوي و او د درېم توربين لګول چې د ١٨،٥ مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت يې درلود، په هېواد کې د جګړې له امله ودرول شو، خو څو کاله وړاندې يې د لګولو چارې يو ځل بيا پيل شوې او ټاکل شوې چې د روان کال په لړم مياشت کې ګټې اخيستو ته وړاندې شي.
خو د اوبو او انرژۍ وزير په وينا، د دغه بند د دويم پړاو د پراختيا او د نوو توربنينونو په لګولو او عملي کېدو سره به د ياد بند د برېښنا د توليد وړتيا له ٥١ مېګاواټه څخه ١٥١ مېګاواټه ته لوړه شي او کجکي به د سيمې په کچه په يوه لوى بند بدل شي.
علي احمد عثماني د يادې پروژې د پيل د مودې په اړه معلومات ورنه کړل، خو څرګنده يې کړه چې ټاکل شوې مسوول شرکت به په راتلونکو درېيو مياشتو کې د دغه بند د پراختيا زمينې په اړه خپل وړانديز افغان دولت ته وړاندې کړي، چې په تاييد سره به يې د پروژې عملي کار پيل شي.
وزير څرګنده کړه، چې د نوو توربينونو په لګولو او د بند په پراختيا سره به چې درې کاله موده نيسي، توليدي برېښنا به يې هلمند او کندهار ولايتونو ته ولېږدول شي.
عثماني په هېواد کې د برېښنا بيو د لوړېدو په اړه د خلکو د شکايتونو په اړه وويل، افغان حکومت له خصوصي سکټور غواړي چې په دغه برخه کې په پانګونې سره د برېښنا د وړاندې کولو بيه وټاکي.
د ولسمشر ستر سلاکار همايون قيومي چې په يادو مراسمو کې خبرې کولې، وويل: "دغه اونۍ د افغانانو لپاره له لاسته راوړنو ډکه اونۍ ده، درې ورځې وړاندې د سلما بند د پرانيستې شاهدان و او نن د کجکي بند د دويم فاز هوکړه ليک د لاسليک شاهدان يو."
د هغه په وينا، د کجکي بند د پراختيا د دويم پړاو په بشپړېدو سره به د هلمند او کندهار ولايتونو د برېښنا انرژۍ کمښت لرې شي او د سوېل لوېديځو ولايتونو په اقتصادي پرمختګ به ډېر اغېز ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن