ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت شورا د وسله والو د عايداتي سرچينو د وچولو سپارښتنه وکړه

ملي امنيت شورا د وسله والو د عايداتي سرچينو د وچولو سپارښتنه وکړه

author avatar
7 Jun 2016 - 16:34
ملي امنيت شورا د وسله والو د عايداتي سرچينو د وچولو سپارښتنه وکړه
author avatar
7 Jun 2016 - 16:34

کابل (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٥): د ملي امنيت شورا د عدلي او قضايي ارګانونو د منسوبينو او ملي شورا د غړو د امنيت د ټينګښت او همدارنګه د ترهګرو د عايداتي سرچينو د وچولو په اړه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هلمند، اروزګان، لغمان، کندوز، سرپل، بغلان، فاریاب، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د امنیتي وضعیت په هکله د راپور وړاندې کولو پرمهال د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا، درایت او وړتياوو ستاینه وکړه.

سرچينه زياتوي، چې ملي امنیت شورا د امنیتي تهدیدونو د مخنیوي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د ملي امنیت شورا په هېواد کې وروستي وسله وال بریدونه چې په پایله کې یې یو شمېر قاضیان، څارنوالان او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی شېرولي وردګ ووژل شول، په سختو ټکو وغندل او دغه ناوړه اعمال یې د عدالت ضد وګڼل.

د خبرپاڼې په حواله، يادې شورا امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د عدلي او قضایي ارګانونو د منسوبینو او د هېواد په ملي شورا کې د خلکو د استازو د امنیت د تامین په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د يادولو ده چې درې ورځې وړاندې (د غبرګولي ١٦مه) طالبانو د لوګر د استيناف پر محکمې ډله ييز بريد وکړ، چې د دې ولايت د استيناف څارنوال په ګډون لس تنه په کې ووژل شول او ٢٣ نور ټپيان شول. دغه راز څو ورځې وړاندې د غزني پر محکمې هم طالبانو بريد وکړ، چې څلور ملکي وګړي او يو پوليس په کې و وژل شول او ١١ تنه نور ټپيان شول.

همدارنګه د ولسي جرګى غړى شېرولي وردګ، دوه ورځې وړاندې په کابل کې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ملي امنیت شورا ټولو هېوادواولو ته د انکشاف او خودکفایي په برخه کې د یوې حیاتي پروژې او لويې لاسته راوړنې په توګه د افغان-هند دوستي بند (سلما) پروژې د پرانیستې مبارکي وویله او د امنیت د ټينګښت لپاره یې نیول شوي امنیتي ترتیبات وستایل.

د خبرپاڼې په حواله، په غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانيانو او معلولینو د امتیازاتو د حقونو پالیسي په هکله، چې لومړۍ برخه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانيانو او ورکو شویو کورنیو او دویمه برخه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو معلولینو او ټپیانو ته  ځانګړې شوې بحث وشو او د دغې پالیسۍ ترتیب کوونکو بنسټونو څخه په مننې اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وشوه، چې یاده پالیسي د غونډې د بحثونو په رڼا کې نهایي او د تصویب لپاره د ملي امنیت شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي امنیت شورا د طالبانو، داعش او ټولو ترهګرو شبکو د تمویل د منابعو په هکله د ارزونې راپور په هر اړخیزه توګه وارزاوه او دفاعي او امنیتي ارګانونو ته یې د ترهګرو د عایداتي سرچینو د وچولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.