ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صديقي: د طالبانو عايداتي او مالي سرچينې له منځه وړل کېږي

صديقي: د طالبانو عايداتي او مالي سرچينې له منځه وړل کېږي

author avatar
8 Jun 2016 - 16:34
صديقي: د طالبانو عايداتي او مالي سرچينې له منځه وړل کېږي
author avatar
8 Jun 2016 - 16:34

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩۵): د هېواد د کورنيو چارو او کانونو وزارتونو چارواکي د طالبانو له لوري د يو شمېر کانونو غيرقانوني راسپړل د هغوى عايداتي او مالي سرچينې بولي او وايي چې د طالبانو دغه مالي سرچينې به ډېر ژر بندې کړي.

د ملي شورا د يو شمېر غړو، سيمه ييزو قوماندانانو او وسله والو طالبانو له لوري په غيرقانوني توګه د کانونو راسپړلو په اړه د "ګلوبل ويتنس" له لوري د راپور له خپرولو وروسته، د کورنيو چارو او کانونو وزارتونو وياندويانو نن په کابل کې په يوه ګډه غونډه کې رسنيو ته ويناوې وکړې.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل، هغه څېړنه چې د ګلوبل ويټنيس نړيوال څېړنيز بنسټ له لوري په غيرقانوني توګه د افغانستان د کانونو د استخراج په اړه ترسره شوې، يو ستر کار دى او دغه څېړنه به مطالعه کېږي.

نوموړي زياته کړه: "موږ هڅه کوو چې په غيرقانوني توګه د کانونو له راسپړولو مخه ونيسو او په دې برخه کې مو ځينې کارونه هم ترسره کړي، خو بيا بسنه نه کوي. موږ د دغو موندنو په روښنايي کې ژمن يو، چې په افغانستان کې د کانونو له غيرقانوني استخراج څخه مخنيوى وکړو، په ځانګړى ډول هغه کسان چې په دغه کار کې لاس لري."

هغه وويل، چې په تېر يوه کال کې د ملي پوليس له لوري په لوګر او خوست کې په غيرقانوني توګه د کرومايټ له استخراج او قاچاق مخه ونيول شوه، په دې اړه سخت تدابير نيول شوي او اوسمهال په دغو کانونو کې کومه ستونزه نه ترسترګو کېږي.

د هغه په وينا، پوليسو په لوګر کې يو شمېر کسان چې په غيرقانوني توګه د کانونو په استخراج کې لاس لري، نيولي او عدلي ارګانونو ته سپارلي دي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې پوليسو تېر کال د بدخشان له لاجوردو ډک ٦٥ کاماز موټرونه چې يو مليارد افغانۍ ارزښت يې درلود او د يو شمېر کسانو له لوري قاچاق کېدل، په پروان کې له درولو وروسته ضبط کړي دي.

د صديقي په وينا، طالبان چې په اګاهانه توګه د افغانستان کانونه راسپړي، تېره ورځ د ملي امنيت شورا په ناسته کې پرېکړه وشوه، څو د هېواد امنيتي بنسټونه د طالبانو د دغې عايداتي سرچينې له منځه وړلو لپاره کره طرحې وړاندې کړي.

هغه وويل: "د طالبانو يوه عايداتي او مالي سرچينه د قانونو غيرقانوني استخراج يا قاچاق دى، طالبان نن نه يواځې چې د نشه يي توکو له قاچاق ګټه پورته کوي، له بده مرغه د افغانستان کانونه يې هم په نښه کړي او کانونه چې ملي پانګه ده؛ د افغانانو پر وړاندې ترې ګټه پورته کوي."

نوموړي زياته کړه، په کومو سيمو کې چې امنيتي ستونزې وې، يو شمېر ګټه پورته کوونکو کسانو له دا ډول وضعيت څخه په ګټې؛ د کانونو په غيرقانوني راسپړنې لاس پورې کوي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند محي الدين نوري وويل، چې دغه وزارت د ګلوبل ويټنس راپور له خپرولو مننه کوي، خو په راپور کې د وړاندې شوو شمېرو تاييد او يا رد به د دغه بنسټ له لوري ستونزمن کار وي.

هغه ومنله، چې کانونه په يو شمېر سيمو کې په غيرقانوني توګه راسپړل او قاچاق کېږي، خو زياته يې کړه چې دغه وزارت تر اوسه پورې په دې توانېدلى چې د ١٢٧٠ خپلسري او غيرقانوني فعاليتونه په نښه او د هغو د کار مخه ونيسي

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.