ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز چارواکي: له ٢١ تښتول شويو مسافرو څخه دولس تنه راخوشې شوي

د کندوز چارواکي: له ٢١ تښتول شويو مسافرو څخه دولس تنه راخوشې شوي

author avatar
8 Jun 2016 - 11:50
د کندوز چارواکي: له ٢١ تښتول شويو مسافرو څخه دولس تنه راخوشې شوي
author avatar
8 Jun 2016 - 11:50

دويم تعقيب- کندوزښار(پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٥): د کندوز چارواکي وايي چې طالبانو د کندوز- تخار پر لويه لاره ٢١ تنه مسافر تښتولي، چې د عملياتو په پايله کې تراوسه پورې ١٢ تنه خوشې شوې دي.

دغه چارواکي وايي چې طالبانو نن سهار يو مسافر وړونکى ٤٠٤ موټر چې له کندوز څخه تخار ته روان و، د يادې لويې لارې په باغ امير سيمه کې درولى او ياد شوي مسافر يې له ځان سره بېولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندوز والي تردې وړاندې ويلي و، چې طالبانو ٤٧ مسافر تښتولي، چې ٧ يې د امنيتي ځواکونو د هڅو په پايله کې ازاد شوي دي.

خو د کندوز امنيه قومندان قسيم جنګ باغ، پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه ارقام چې مخکې رسنيو ته ورکړل شوي و، هغه ناسم دي.

ده زياته کړه، طالبانو له ځان سره يواځې ٢١ تنه مسافر چې ايران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو او له دې هېواد بېرته خپلو کورونو ته راستنېدل، نيولي وو.

د هغه په وينا، له دې ډلې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ١٢ تنه ازاد شوي او د نهو تنو نورو د خوشې کولو هڅې روانې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اونۍ هم له کابل څخه بدخشان او تخار ولايتونو ته روان ٢٠٠ مسافر د کندوز ولايت په شين تپه ساحه کې له موټرو ښکته کړل او له ځان سره يې بوتلل چې له پلټنو وروسته يې ١٢ کسان ووژل او نږدې اته نور اوس هم ورسره بنديان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.